“په اپريل مياشت کې ۱۸۸ ملکيان وژل شوي”

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۲) د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په تېره يوه مياشت کې د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د هوايي بريدونو او چاودنو له کبله ۱۸۸ ملکيان وژل شوي او له درې سوو زيات ټپيان دي.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله هره مياشت په هېواد کې د ملکيانو د وژل کېدو په اړه راپور خپروي.

ياده اداره وايي، تر ټولو زياته مرګ ژوبله د داعش ډلې له لوري په ترسره شويو بريدونو او په کوندوز کې د هوايي بريدونو پر مهال اوښتې ده.

دغې ډلې په خپل تازه راپور کې ويلي، د تېرې مياشتې د دشت برچي په چاودنه کې ۵۷ ملکيان وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان دي.

د راپور له مخې، د اپريل مياشتې په وروستي بريد کې چې کابل ښار په شش درک سيمه کې دوه ورځې مخکې ترسره شو له کبله د نهوو خبريالانو په ګډون دوه ويشت کسان ووژل شول او اووه څلوېښت نور ټپيان شول.

د دواړو بريدونو مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی و.

دغه راز د ملکي خلکو د عدالت غوښتنې ډلې په راپور کې راغلي، په تېره مياشت کې چې تر ټولو زيات ملکيان پکې ووژل شول د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په يوې مدرسې د افغان ځواکونو هوايي بريد و چې په ترڅ کې يې د شلو ماشومانو په ګډون پنځوس ملکي وګړي وژل شوي او اويا تنه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم حکومت په کندوز کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله نه مني او وايي چې د يادې پېښې په اړه يې کمېسيون ټاکلی او ژر به يې پايلې له رسنيو سره شريکې کړي.

په وروستيو کې په هېواد کې د داعش ډلې له لوري په ملکي ميشت ځايونو کې سرتيري بريدونه او د ګډو ځواکونو له خوا هوايي بريدونه زيات شوي تر ډېره يې قربانيان ملکي وګړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button