ولسي جرګې يو ځل بيا امنيتي مسئولين ور غوښتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۲) د افغانستان ولسي جرګې په کابل کې د وروستيو بريدونو او په هېواد کې د نا امنيو په تړاو يو ځل بيا امنيتي مسئولين ور غوښتي دي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي، په کابل کې د داعش له لوري ترسر شوي وروستي بريدونه وغندل او ويې ويل چې حکومت د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلی دی.
نوموړي پريکړه وکړه، چې د راتلونکې شنبې په ورځ امنيتي مسئولين جرګې ته ورغواړي او د وکيلانو پوښتنو ته به ځواب ورکړي.
ولسي جرګې څو ورځې وړاندې هم د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزی د وروستيو نا امنيو په تړاو استيضاح کړی و.
که څه هم په دې وروستيو کې د کابل ښار امنيتي مسئولينو وويل چې په ښار کې يې د امنيت په موخه د پلټنې پوستې زياتې کړي خو بيا هم داعش ډله وتوانېده چې د کابل په ځينو سيمو کې بريدونه وکړي.
د ولسي جرګې غړي عبدالله محمدي وويل، د امنیت د عمومي ریاست په څو مترۍ کې پر خبریالانو برید او په اعلامیو کې د داعش د بريدونو خپرول یوه پوښتنه او د کشفي او استخباراتي ارګانونو لپاره د شرم ځای دی.
دوه ورځې مخکې د کابل په شش درک سيمه کې د داعش ډلې له لوري دوه سرتيري بريدونه وشول چې په ترڅ کې يې د نهو خبريالانو په ګډون نهه ويشت کسان ووژل شول او نږدې پنځوس تنه نور ټپيان شول.
په عين حال کې د کابل ښار اوسېدونکي وايي، چې د پلټنو پوستو د هيڅ ګټه نه دې کړې او يواځې د خلکو په تګ راتګ کې يې مشکلات زيات کړي.



