طالبانو د تیشکان ولسوالۍ بازار نيولی، په مرکز جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۲) طالبانو نن سهار د بدخشان ولايت په کوهستان او تيشکان ولسواليو بریدونه پيل کړي چې تر دې دمه يې ځينې سيمې له دولتي ځواکونو نيولي دي.
د بدخشان د ولايتي شورا رئيس عبدالله ناجي نظري وايي، طالبانو په کوهستان او تيشکان ولسواليو بريدونه پيل کړي چې لا هم روان دي.
په ورته وخت کې د ولايتي شورا غړې فرحنا پاميري وايي، په دې بريدونو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر دې دمه د تلفاتو دقيق معلومات نه دی شوی.
طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د تيشکان ولسوالۍ د بازار نيول تاييد کړي او زياتوي چې اوس مهال د ولسوالۍ په مرکز، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه روان دي.
طالبان وايي، په تيشکان ولسوالۍ کې يې زياتې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
ځايي سرچينې وايي، طالبانو د کوهستان امنيه قومندانۍ او تيشکان ولسوالۍ بازار نيولي دي.
د بدخشان امنیه قوماندان عبدالخالق اقسای وايي، پر کوهستان ولسوالۍ برید روان دی خو عسکر ورسره مقاومت کوي.
دغه راز طالبانو نن سهار په يوې خبرپاڼې کې ويلي و چې د کوهستان ولسوالۍ امنيه قوندانۍ او ګڼې پوستې يې نيولي دي.



