سخت دریزه هندوانو د عليګهړ په اسلامي پوهنتون هجوم وروړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۵) د ایرنا د خبر له مخې، سخت دريزه هندوانو د هند په اترپرديش ايالت کې په اسلامي پوهنتون هجوم وروړی او د دواړو غاړو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شوی دی.

د سرچينې په وينا، تاوتريخوالی وروسته له هغې رامنځته شو چې د (یووا واهيني) په نوم د هندو مذهبه يوې ډلې په ياد پوهنتون هجوم ور وړ او هڅه يې کوله چې د هند هېواد د پخواني مسلمان ولسمشر حمید انصاري د تقديرولو مراسم ګډوډ کړي.

د هندوانو دغې سخت دريزې ډلې ويلي، چې د دوی د برید او هجوم ور وړلو اصلي لامل په پوهنتون کې د پاکستان د جوړوونکي (محمد علي جناح) انځور دی چې له ۱۹۳۸م کال راهيسې تر دې دمه په پوهنتون کې راځړول شوی دی.

تاوتريخوالی وروسته له هغې زيات شو چې د پوهنتون محصلينو پوليسو ته مراجعه وکړه خو د پوليسو له لوري پرې ګازي مرمۍ وکارول شوې او هغوی يې تيت پرک کړل.

د پوهنتون محصلينو د هند د لومړي وزير نريندرا مودي ګوډاګي ته اور ورته کړ او پر هغه يې تور پورې کړ چې سخت دريزه سياست يې هندوان دې ته اړ کړي چې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شي.

ویل کېږي، د پوهنتون د محصلينو او هندوانو تر منځ د تاوتريخوالي پر مهال پر پوهنتون او د عليګهړ پر ښار د انټرنيټ سهولت پرې شوی و.

د يادونې ده، چې په هند کې د واکمن بهارتيا جنتا (بي جي پي) ګوند د واک تر لاسه کولو وروسته په دغې هېواد کې د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی او حملې زياتې شوي چې تر دې دمه پکې لسګونه مسلمانان وژ شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button