فراه: يو ځل بیا پوليسو د شل افغانيو د نه ورکړې له کبله موټرچلوونکی وژلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۵) د فراه ولايت څخه امنيتي سرچينې وايي، چې د بالابلوک- فراه د لويې لارې په چکاب سيمه کې يوځل بيا پوليسو د شل افغانو د نه ورکړې پر سر موټرچلوونکی وژلی دی.
په فراه کې يوې ځايي امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي رسنيو ته ويلي، پوليسو د لويې لارې پر سر د يوه باو وړونکي موټر چلوونکي څخه د شل افغانيو غوښتنه وکړه خو هغه يې له ورکولو انکار وکړ.
سرچينې زياته کړې، وروسته د دواړو تر منځ لانجه رامنځته شوه چې د پوليس له لوري په موټرچلوونکي ډزې وشوې او هغه ځای پرځای ووژل شو.
د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي، یاده پېښه د پنجشنبې وروسته له غرمې رامنځته شوې په خبره يې د يادې پوستې قومندان او درې پوليس نيول شوي دي.
نوموړی وايي، وژل شوی موټر چلوونکی د پکتيا ولايت اوسېدونکی و.
د مهري په خبره، د وژل شوي کس خپلوان یاد ولايت ته ورغلي او د هغه جسد يې وړی دی.
څو ورځې مخکې هم د فراه مرکز ته څېرمه د سور او شوراب سيمه کې د لويې لارې پوليسو يو موټرچلوونکی د شل افغانيو پر سر په ډزو ويشتلی او وژل شوی و.
بايد وويل شي، په وروستيو کې د هېواد په لويو لارو د پوليسو له لوري د موټرچلوونکو او مسافرو له لوري په زوره د پيسو اخيستل عام شوي چې يادې مسئلې ډیری خلک اندېښمن کړي دي.
شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د روزګان اوسېدونکي د روزګان- کندهار لویه لاره د يوې اوونۍ پر مخ تړلې وه او له چارواکو يې غوښتنه کوله چې د لويې لارې د سر پوليس دې يا ليرې او يا هم بدل کړي.
دوی ادعا کوله چې د پوليسو له لوري ورځينې په زوره پيسې اخيستل کېږي او د نه ورکولو پر مهال له وهلو، زور زياتي او بندي کېدلو سره مخ کېږي.



