(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۵) د عربي رسنيو د راپورنو له مخې، سعودي چارواکي غواړي په خپل هېواد کې د عيسويانو لپاره کليساګانې جوړې کړي.
د القدس ورځپاڼې او البوابه ويباڼې د راپورونو پر بنسټ، سعودي چارواکو د واتيکان له مشرانو سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې يې په سعودي کې کليساګانې جوړي شي.
یادو سرچینو ويلي، دغه تړون د تېرې ميلادي مياشتې په پنځلمسه نېټه د اسلامي نړيوالې ټولنې د استازي شيخ محمد بن عبدالکريم او د واتيکان هېواد له يوه مشر (کاردينال جین لوئيس) تر منځ لاسليک شوی دی.
د سرچينې په وينا، په تړون کې راغلي چې سعودي به په خپل هېواد کې د کليساګانو جوړولو لپاره زمينه برابروي او په دغې هېواد کې د کليساګانو د جوړولو په موخه به د کاتوليکانو يو مرکز په روم کې جوړي چې هرو دوو کلونو کې به د سعودي له چارواکو سره ليده کاته کوي.
ويل کېږي، د لوئيس په مشرۍ له واتیکان څخه سعودي ته تللي پلاوي په هغه هېواد کې يوه اوونۍ تېره کړې او د سعودي له پاچا محمد بن سلمان سره يې د لېدنې پر مهال د هغه موافقه هم ترلاسه کړې ده.
په وروستيو کې په سعودي کې د موسيقۍ محفلونو ته ازادي، مېرمنو ته د لوبو لپاره په تګ او په دغه هېواد کې سينما پرانيستل کېدلو سربیره د دغې هېواد پاچا محمدبن سلمان له اسرائيلو سره هم خپلې اړيکې ښې کړي چې په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
که څه هم په دغې هېواد کې يو شمير ديني عالمانو د محمد بن سلمان له وروستيو کړنو سره مخالفت څرګند کړ خو ويل کېږي چې د هغه له لوري لسګونه عالمان ونيول شول او لا هم په زندانونو کې پراته دي.
















