(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) تېره شپه طالبانو د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ مربوط د ثالیثون په سيمه کې د “بهايي” په نوم په پوځي مرکز بريدونه کړي چې د طالبانو په وينا د ياد مرکز دوه برجونه يې نيول شوي، يو ټانګ سوځول شوی او پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼې کې ويلي،سهار مهال سيمې ته کومکی عسکر ورغلي په خبره يې په يادو عسکرو طالبانو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ۲۲ عسکر وژل شوي او اته تنه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په بريد کې يو اکمالاتي مازدا موټر، دوه رينجر موټر او يو ټانګ طالبانو سوځولي دي.
دغه راز نوموړی زياتوي، د بريدونو په پايله کې ۲۳ ميله سپکې او درنې وسلې طالبانو نيولي دي.
د معروف ولسوالې د امنيې قومندانۍ يوې امنيتي سرچينې په ياده سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې تاييدوي وايي په دې جګړه کې دواړو غاړو ته تلفات اوښتي خو په اړه يې کره معلومات ورنکړل.
سرچينه زياتوي، د نښتو پر مهال ځينې پوليس ورک دي چې تر اوسه يې هيڅ معلومات نه دی شوی او خپلو ملګرو سره نه دي يوځای شوي.
تر اوسه د کندهار ولايت امنيتي مسئولينو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا دفاع وزارت ويلي، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پر مهال نهه وسله وال وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي. خو طالبانو د هوايي بريدونو یادونه نه ده کړې.


















