(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې په پوليسو کې نفوذي کسانو د پوستې دوه عسکر وژلي او خپله له سيمې څخه تښتېدلي دي.
سيمه ييزې خپلواکې سرچينې وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د کوچيانو په سيمه کې په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
ځايي امنیتي سرچينې پېښه تاييدوي خو تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
له بله پلوه طالبانو د برید مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي وايي، د دوی دوو تنو نفوذي کسانو په پوسته کې دوه عسکر ووژل او خپله له درې ميله وسلو سره له طالبانو سره يوځای شوي دي.
بايد وويل شي، چې درې ورځې مخکې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم يوه پوليس خپل درې ملګري په ډزو وژلي و او خپله له څو ميله وسلو او يو ټانګ سره طالبانو ته ورغلی و.
په وروستيو کې په هېواد کې د نفوذي کسانو له لوري د پوليسو وژل کېدلو لړۍ چټکه شوې ده.
څه موده مخکې طالبانو ويلي و، چې د افغان پوځ په ليکو کې يې سلګونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي او د موقع په ترلاسه کولو به په بهرنيو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.


















