شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

داعش او د حکومت ضد او نقیض څرگندونې/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
مې 7, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
حضرت علي د ننګرهار دخلکو استازی

حضرت علي د ننګرهار دخلکو استازی

12
ځلې شریک شوی
151
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د داعش له تور مخه هره ورځ په سهوې او یا قصدي ډول پرده پورته کېږي. دغه خبرې عادي خلک نه کوي؛ بلکې لوړ پوړي چارواکي وايي: چې داعش د ملي یووالي حکومت گډه پروژه ده.

تېره اوونۍ د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې ترې غوښتل شوي وو، چې د داعش گواښ غټ وښيي او د ملي امنیت دغه کار د رسنیو په زور وکړ.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

ده وویل، موږ داعش دومره غټ کړ، چې اوس په کابل کې هم بریدونه کوي.

د ولسي جرگې غړي حضرت علي هم په ننگرهار او هم په کابل کې د هغو سیمو نومونه هم یاد کړل، چې داعش وسله والو ته روزنه ورکول کېږي او له کابله ننگرهار او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

خو حضرت علي یوه ناځوانه وکړه، چې په ډاگه یې د مشرانو جرگې د مشر فضل الهادي مسلمیار نوم وانه خیست؛ خو په کنایه کې یې پوه کړ، چې نور له دې پروژې لاس واخله.

په ننگرهار کې یوازې مسلمیار نه دی، چې داعش ته پیسې، وسلې، د ټپیانو درملنه او نور تجهیزات ورکوي، بلکې له گلاب منگل نه راواخله، تر امنیه قومندان، د ملي امنیت رییس او گڼ لوړ پوړي چارواکي په دغه چاره کې لاس لري.

له دې وړاندې د ولسي جرگې غړي عبدالظاهر قدیر، د پکتیکا پخواني والي عبدالکریم متین او گڼ شمېر چارواکو ویلي وو، چې داعش د حکومت، ایران، پاکستان او امریکا گډه پروژه ده او د دې پروژې پرمټ غواړي طالبان کمزوري کړي او یا امریکایانو ته د پاتې کېدو پلمې په لاس ورکړي.

د ننگرهار د شینوارو سیمې اوسېدونکي له دې وړاندې په سلگونه ځلې ویلي وو، چې داعش ته په الوتکو کې وسلې راځي، ټپیانو ته یې د ننگرهار په هوايي ډگر کې درملنه کېږي، د ننګرهار له هوايي ډگره یې راډیو خپرونې کوي او د امریکایانو په الوتکو کې نورو سیمو ته لېږدول کېږي.

تېر ژمی د ننگرهار په خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ جگړو کې امریکا او حکومت د طالبانو هغه لیکې بمبار کړې، چې د داعش د پرمختگ مخه یې نیوله؛ خو بیا هم بریالي نه شول.

په چپرهار، اچین او هغو سیمو کې چې داعشیان فعاله دي اوس هم له خلکو سرونه پرې کوي، ډله ییزې وژنې کوي، خلک د سیمو پرېښودو ته اړ کوي او ډکې مېنې له خلکو تشې کړي دي.

دغه پروژه دلته هم الحمد لله ناکامه شوه او د امریکا او افغان دولت خوب یې رښتیا کېدو ته پرېنښوده، چې داعش به دلته هم د عراق او سوریې لوبه تکرار کړي او پر تش خلافت به خلک ورمات کړي، بلکې له داعش کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي او د داعش د بریدونو قربانیان یوازې عام ولسي وگړي دي.

تېر کال د  ګډ حکومت مشر اشرف غني په قهرجنه لهجه وویل، چې داعش زموږ پروژه نه ده، بلکې هغه خلک چې دغه خلک پر حکومت تپي ښه نه کوي. که د حکومت پروژه نه وای، نو د ولسمشر داسې غبرگون زر پوښتنې له ځان سره لرلای شي.

که امریکا او حکومت مني او یا نه؛ خو طالبان ځواک دی، ځواک به وي او ځواک وو. که دوی په جگړه ماتېدای؛ نو اوس به وختي طالبان له منځه تللی وای؛ خو نه حق نه ختمېږي او باطل له منځه ځي.

لوی ټکي: تورونهچارواکيحکومتخالد روانداعشمهم
مخکینې مطلب

کابل ښار شهرنو کې چاودنه وشوه

بل مطلب

پکتيا کې د رخت جوړونې يوې فابريکې کار پيل کړ

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com