په ځینو مرکزونو کې د وژل شویو نوم ليکنه

سرلیکنه
د ټاکنو کميسيون وايي چې په ولاياتو کې د نوم ليکنې مرکزونه فعال دي او يو شمېر خلکو له ستونزو سره سره خپل نومونه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ثبت کړي دي.
خو د نوم ليکنو په مرکزونو کې دومره نومونه ليکل شوي نه دي څومره چې د ټاکنو کمېسيون تبليغوي، او په دې سره د ټاکنو لپاره په ورکړل شویو مرستو کې د غبن لپاره لار برابروي.
لومړی چې د ټاکنو لپاره پېژندپاڼه لازمي وګڼل شوه، د حکومت پر دسترخوان ناستې کورنۍ اړ شوې چې په کورنۍ کې د ټولو ناقابل رايې لپاره پېژندپاڼې ترلاسه کړي، چې د تيرې مياشتې د پېژندپاڼو پر دفتر د بريد له امله ډېری شمېر له پېژندپاڼو او د سر په بيه د ټاکنو له رايو لاس پر سر شول.
له هغه وروسته که څه هم د پېژند پاڼو او نوم ليکنې پر مرکزونو امنيتي تدابير د پخوا په نسبت يو څه زيات شوي دي، خو بيا هم د نوم ليکنو په مرکزونو کې تر نوم ليکنې تبليغات زيات کېږي، او د يوې مياشتې په تېرېدو سره هغومره نومونه ونه ليکل شول د څومره چې د ټاکنو کميسيون وړاندوینه کړې وه.
تېره ورځ د خوست د يعقوبيو ولسوالۍ د رايو ورکوونکو لپاره د نوم ليکنې پر يوه مرکز، چې په جومات کې و، د ماين چاودنې له امله ١٧ کسان شهیدان شوي او تر ٣٤ زيات ټپيان شوي دي.
څه موده دمخه راپور ورکړل شوی و چې په يو شمېر ولاياتو کې له ښوونځيو پوځي مرکزونه جوړ شوي دي، چې دفاع وزرات له دې حقيقته انکار کړی و. اوس په جوماتونو او ښوونځيو کې د نوم لیکنې مرکزونه پرانیستل شوي دي.
په ښوونځيو کې پوځي مرکزونه او په جوماتونو کې د نوم ليکنې مرکزونه، دا هغه څه دي چې د موجوده حکومت ناکامي ترې څرګندېږي.
سره له دې چې د اروپايي ټولنې او امريکا لخوا حکومت ته ټول جنګي مصارف او د ټاکنو لپاره ټول لګښت ورکول کېږي په يو شمېر ولاياتو کې د ټاکنو لپاره هغو مامورينو ته چې لومړی ورسره د ټولو اسانتياوو او لوړو معاشونو ژمنه شوې وه د ژمنو برابر اسانتياوې نه دې برابرې شوې.
دوی ويلي امر ورته شوی چې د هېواد په شمال او ځینو نورو ولاياتو کې هغه ځوانان چې مړه دي يا په عملياتو کې وژل شوي دي د ولايتي او ولسواليو شورا ګانو د ټاکنو لپاره یې نومونه وليکي.
تراوسه لا رسنيو ته له دې رازه پرده نه ده پورته شوې، خو څرګنده شوې ده چې د کومو کورنيو غړي په نوم لیکنه کې وژل شوي د هغوې لپاره پوره امتيازات په نظر کې نيول شوي، او هم په شمال کې زرګونه وژل شوي په نوم ليکنه کې ثبت شوي دي، چې د نوم ليکنې مطابق به یې رايه هم د بل شخص په وسيله وکارول شي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره، د وري د میاشتې له ۲۵مې يا د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر له پیل راوروسته، تراوسه د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې چې په پېژندپاڼو او يا د نوم ليکنو بهير کې کسان وژل شوي دي، د حکومت له ژمنې سره سم به ورته معاوضه ورکول کېږي ځکه خود نوم ليکنو په مرکزونو کې د مړو نومونه زيات ثبت شوي دي.
د نوم ليکنې بهير د ځانمرګو له ويرې په لومړي سر کې ډېر کمرنګه وو خو د مړو او وژل شوو سره تر ژمنې وروسته د ټاکنو د کميسيون په وينا يو څه د نوم ليکنې بهير ګړندی معلومېږي.
که د ټاکنو کميسيون د نوم ليکنې بهير د مړو په نوم ليکنو ګړندى نه کړي، ژوندي خو د نوم ليکنې په مرکزونو کې ځانونه، نه وژني. که د ولاياتو او ولسواليو د شوراګانو لپاره د ژونديو ترڅنګ د مړو نوم ليکنه هم وشي، شايد د ټاکنو د کميسيون اټکل يو څه پوره کړي.



