نن څلورمه ورځ هم د پکتیکا_غزني لویه لار د امنیتي ځواکونو پر مخ تړلې تړلې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۷)

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وایي؛ چې نن د څلورمې ورځې له پاره هم د غزني- پکتیکا د لویې لارې د خلاصون په موخه له طالبانو سره جګړې روانې وې.
وسلوالو طالبانو دا لاره څو ورځې وړاندې د دولتي ځواکونو پر مخ وتړله او ولسي خلکو ته یې یو شمیر نورې فرعي لارې پرانیستې.
د والی ویاند وایي، طالبان له تیرو ورځو راهیسې د لارې پر پوستو بریدونه کوي خو د متقابل غبرګون سره مخ کیږي.
نوموړي نن هم لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي؛ چې په تیرو ۳ ورځو کې یې د دغې لارې په اوږدو کې ۱۷ ټانکونه له منځه وړي او ۸۴ عسکر او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د سیمې خلک وایي، د لارې بندیدو دوی ته لوی زیان دا اړولی چې امنیتي ځواکونه لارې ته نږدې کلیو باندې په دې پلمه د هوانونو بریدونه کوي چې ګواکې طالبان په کې ځای پرځای شوي.

طالب ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونه له یوه لوري هم پرمختګ نه لري او زیاتوي چې ملګري یې په لوړ مورال د لارې پر سر څارنه کوي.

بل پلو په حنوب ختېځ  زون کې د ۲۰۳ تندر د قول اردو وایي، د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د اسماعیل کابلي په کلي کې پر وسله والو مخالفینو خپل ماین چاودنه کړې ۱۱  تنه یې وژلي دي.

طالبانو دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې په یاده سیمه کې هیڅ کومه پیښه نه ده رامنځته شوې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button