امریکا افغانستان ته سلګونه نور عسکر رالیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۸)

امریکایي رسنۍ خبر ورکوي چې په لنډه موده کې به افغانستان ته نور سلګونه سرتیري واستول شي.
تسنیم خبري اژانس د امریکا د «سی.وی.آر نیوز» په حواله خبر ورکړی چې په لنډه موده کې به ۴۰۰ تنه امریکایي ځواکونه د ایرزونا آیالت څخه افغانستان ته واستول شي .
رسنۍ وایي؛ دا ځواکونه په ښه توګه روزل شوي او ټاکل شوې ده په افغانستان کې د نورو ځواکونو په خلاف پوره یوکال دنده ترسره کړي.
دا ځواکونه به د افغان عسکرو د روزنې او مشورې ورکولو سربیره د جګړو په لومړیو کرښو کې هم جنګیږي.
امریکا داسې مهال دا ځواکونه افغانستان ته را استوي چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو سره په هیواد کې جګړو هم زور اخیستی چې په کې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې تر ۱۵ ډیرو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

باید وویل شي چې امریکایي چارواکي په رسمي توګه په افغانستان کې د خپلو ۱۴۰۰۰ عسکرو شتون مني خو د لویدیځو رسنیو په استناد ، چې امریکا  تر دې ور آخوا زرګونه نور قراردادي او غیر قراردادي  عسګر هم دلته لري.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button