ملګري ملتونه: لسګونه زره کسان د وچکالۍ له کبله بې ځايه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره “اوچا” وايي، د ټولو ولايتونو کې د درېيمې دوه برخې خلک د وچکالۍ له کبله زيانمن شوي چې لسګونه زره کسانو خپلې سيمې پرېښي دي.

د يادې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې هرات ولايت د بېلګې په توګه یاد شوی زياتوي چې د وچکالۍ ګواښونو په دغې ولايت کې لس زره کسان بې ځايه کړي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، هغه شل ولايتونه چې وچکالۍ ځپلي له يوولس ميليونه څخه زياتو کسانو يې د ژوند د اړتيا وړ توکي له کروندو پوره کول خو زياتوي د وچکالۍ له کبله ښايي يو اعشاريه اته ميليونه کسان غدايي خونديتوب له لاسه ورکړي.

اوچا وايي، د وچکالۍ زيانمن شويو کسانو له شمېرو يو اعشاريه يو ميليون کسانو ته د مرستو برابرولو په هڅه کې دي.

په عين حال کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت د بهرنيو اړيکو رئيس او وياند عمر محمدي وايي، د يادو شلو ولايتونو له شمېرې غور، بادغيس، فارياب، سمنګان، جوزجان، هلمند، کندهار، روزګان او زابل ولايتونه د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي په خبره يې دغو ولايتونو ته د مرستې رسونې پلان تکميل شوی او ډېر ژر به دوه سوه متريک ټنه غنم پکې وويشل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button