(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۸)
د اروزګان ولایت څخه خبرونه وایي چې تیره ورځ د دې ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د کفترخانې په سیمه کې ګډو ځواکونو پر طالبانو چاپه وهلې چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینې وایي، طالبانو د چاپې له عسکرو سره مقاومت کړی چې په ترڅ کې یې یو امریکایي عسکر هم وژل شوی دی.
که څه هم حکومتي سرچینو د دې نښتې په تړاو تر اوسه کوم وضاحت نه دی خپور کړی خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې ملګرو یې د چاپې په موخه راغلو ګډو ځواکونو سره جګړه کړې چې ۲ افغان کمانډویي ځواکونه او یو بهرنی عسکر یې وژلي دي.
طالبانو په دې نښته کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کیدو پخلی هم کړی دی















