(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۸)
وسلوالو طالبانو په یوه بیانیه کې ویلي چې، مقابل لوری یې له زیاتې وارخطایي او خپلمنځي بې باورۍ سره مخ کړی دی.
طالبانو ویلي؛ چې د دوی د نویو عملیاتو له پیله پر دولتي ځواکونو رواني او فزیکي فشارونه زیات شوي او زیاته کړې یې ده چې “د اردو، پولسو او اربکیانو په سلګونو وسله وال غړي ورته تسلیم شوي، او ګڼ شمېر وسلې، وسایط او مهمات یې هم ور ته سپارلې دي“
طالبانو ویلي؛ د دوی تجربې ښیي چې افغان ځواکونه به په ولسوالیو کې وروستي پټنځایونه هم پریږدي، او لویو ښارونو کې به پناه اخلي.
دوی خبرداری ورکړی چې وار د مخه یې لا په ښارونو کې خپل مجهز ګروپونه فعال کړي، او پلان یې دادی چې د مقابل لوري لویې سټې په نښه او د سرتیرو بریدونو په مټ فعال پوځي استخباراتي مراکز هدف وګرځوي.
طالبان وایي چې دولتي ځواکونه او چارواکي خپلمنځي تفاهم او پخوانی باور نه لري او زیاتوي چې “ بریدونو یې د یرغلګرو او کابل رژیم په منځ کې او د ارګ او ولایتي چارواکو تر منځ پراخه بې باوري رامنځته کړې ده، دښمن د پخوا په شان نه په عملیاتو کې له یو او بل سره موافق دی او نه هم د عملیاتو په اړه یوه خوله دی، یرغلګر یو څه وایي، کابل اداره بیا بل څه، ارګ یوه خبره کوي او ولایتي منسوبین یې بیا بله نغاره ډنګوي“
طالبانو یوځل بیا ټینګار کړی چې بریا به د دوی وي او نړیوال ځواکونه به د جګړو په ډګر کې ماتوي.
















