د ننگرهار د روغتون پېښه؛ د بدې حکومتولۍ یوه وړه بېلگه!/ خالد روان

دوه کاله وړاندې مې د منگولیا د ښارجوړولو وزیر یوه ویډیو لیدلې وه، چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې پر ځان تېل وپاشي او ځانته اور ورته کړي. علت یې دا وو، چې دغه وزیر کومې ژمنې کړې وې، هغه یې پوره سرته نه وې رسولې. زه یې د دغه کار د ښه والي او بدوالي په اړه څه نه وایم؛ خو احساس یې او هېواد پالنې حس یې د ستایلو دی. د جاپان د برېښنا وزیر د څو ثانیو برېښنا پرې کېدو له امله له ټول ملت بښنه وغوښته. په نوره نړۍ کې داسې پېښې بېخي نادرې دي. تېره اوونۍ مې په لندن کې له یوه ملگري سره په فېسبوک خبرې کولې. راته یې وویل: ولې تیاره کې ناست یې؟ ما ورته وویل: برېښنا نهشته. وايي کابل کې هم برېښنا نهشته؟ ملگري مې راته وویل: په لندن کې مې شپږ کاله تېر کړل؛ خو یوه ثانیه هم داسې نه ده راغلې، چې برېښنا دې تللي وي.
افغانستان به له نورې نړۍ سره نه پرتله کوو. ځکه اروپايي هېوادونو ډېر پرمختگ کړی او په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې پرلهپسې جگړه روانه ده. خو په تېرو اوولس کلونو کې له افغانستان سره دومره مرستې شوي، که ټولې سمې او پر ځای لگېدلی وای؛ نو اوس به افغانستان هم د نړۍ پرمختللی هېواد وای.
امریکا، اروپا، ځینې اسیايي هېوادونه، اسټرالیا او حتی افریقايي هېوادونو له افغانستان سره زرگونه میلیونه ډالر مرستې کړي. خو موږ بیا هم د نړۍ وروسته پاتې او د اداري فساد په برخه کې د نړۍ درېیم نمبر هېواد یو.
برېښنا مو وارداتي ده او هر کال ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته ۲۵۰ میلیونه ډالر یوازې د برېښنا د لگښت پیسې ورکوو. پر همدغو پیسو په افغانستان کې پنځه برېښنا کوټونه جوړېدای شي او افغانستان د گاوندیو هېوادونو له احتیاجه خلاصولی شي؛ خو له بده مرغه دلته ټول چارواکي یوازې جېبونه ډکوي او د ملت په کیسه کې نه دي.
د نړیوالو له دومره ډېرو مرستو سربېره موږ بیا هم د عادي ناروغیو د درملنې له پاره پاکستان، هندوستان، ترکیې او آن اروپايي هېوادونو ته ځو. موږ د نړۍ په کچه څه آن د سیمې په کچه هم داسې روغتون نه لرو، چې زموږ ټولې اړتیاوې پوره کړي. د نړیوالو سر شمېرو له مخې افغانان هر پر خپله درملنه ۳۵۰ میلیونه ډالر په یادو هېوادونو کې لگوي، چې دلته په هر ولایت کې پرې یوه پرمختللی روغتون جوړېدای شي.
له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې د ننگرهار د عامې روغتیا روغتون د هغه ناروغ ویډیو ښکته پورته کېږي، چې مار چېچلی؛ خو د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله یې ټپ چینجي کړي. کېدای شي دغسې پېښې په هر روغتون کې وي؛ خو د رسنیو سترگې یوازې تر دغه ناروغ ورسېدې، گنې داسې پېښې به هره ورځ ترسره کېږي.
د ننگرهار پېښه د ملي یووالي حکومت، امریکا، نړیوالو مرستندویه، د عامې روغتیا وزارت، د ننگرهار سیمهییزو چارواکو او د عامې روغتیا رییس ته له شرمه ډکه ده؛ که د دوی پر ځای هر څوک وای، نو حتماً یې له دندې استعفا کوله او له ټول ملت او ناروغانو یې بښنه غوښته.
خو دا افغانستان دی. نه دلته شرم شته، نه چارواکي د مسوولیت احساس کوي او نه ورته دا ډول پېښې داسې معلومېږي، چې دوی پرې د شرم احساس وکړي.



