پلچرخي زندانيان: مسئولینو ژمنې کړي خو د عملي کېدو په اړه يې ډاډمن نه يو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۰) له تېرو څو ورځو راهيسې د پلچرخي زندان په درېيم، څلورم، لسم او شپږمو بلاکونو سلګونو زندانیانو د ګڼو ستونزو له کبله اعتصاب کړی و چې د زندانيانو په وينا د مسئولينو د کړو ژمنو پر اساس يې اعتصاب پای ته رسولی دی.
زندانيان وايي، دوسيې يې پر وخت نه څېړل کېږي، د بند مودې تر پوره کېدو وروسته هم په زندان کې ساتل کېږي، د ناروغو بنديانو تداوي په سم ډول نه کېږي او ډيری د زيات عمر بنديان چې لا هم په بند کې دي بايد خوشې شي او ګڼې نورې ستونزې دي چې زندانيان ورڅخه کړېږي.
د پلچرخي زندان يو تن زنداني اسير همت کابل ټکی کام ته وويل، چې مسئولینو ورسره د ځينو مادو د پوره کولو ژمنې کړي خو په وينا يې دوی لا هم ډاډمن نه دي.
نوموړی زياتوي، تر دې مخکې هم لسګونو زندانيانو اعتصابونه کړي چې د چارواکو له لوري يې ستونزې نه دي حل شوي او خبره يې يواځې تر وعدو محدوده پاتې شوې ده.
همت چې د يو شمير زندانيانو په نماينده ګۍ يې خبرې کولې وويل، زندانيانو ګواښ کړی که دا ځل ورسره کړې ژمنې عملي نه شي نو دوی به يوځل بيا په اعتصاب لاس پورې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په پلچرخي زندان کې بنديان د ګڼو ستونزو او د چارواکو د بدچلند له کبله د نه خوړو اعتصاب کوي بلکې تر دې مخکې هم ورته ډول اعتصابونه شوي چې د مسئولينو له لوري ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د زندانيانو حقوق تر پښو لاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وويل، چې د کابل په ګډون د هېواد په يو شمير زندانونو کې د بنديانو د استوګنې وضعيت نا مناسب دی زیاتوي چې تېر کال په زندانونو کې د درملو د نه شتون، شکنجو او لازمو امکاناتو نه لرلو له کبله نږدې پنځوس زندانيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



