(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۰) د کابل حکومتي مسئولینو، له خونړيو بريدونو وروسته پريکړه وکړه چې د کابل ښار په ديارلسمه ناحيه کې نوې امنیتي حوزه جوړه کړي.
د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي وايي، له پرونيو بريدونو وروسته د ولسمشر په موجودګۍ کې د امنيتي ادارو د مشرانو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې تصميم ونيول شو چې راتلونکې اوونۍ په ديارلسمه ناحيه کې يوه بله امنيتي حوزه هم پرانيستل شي.
د مرتضوي په خبره: “د ديارلسمې ناحې سيمه پراخه ده، تر دې مخکې پکې ګڼ بریدونه شوي او دا مهال ياده سيمه يواځې يوه امنيتي حوزه لري، چې د اعلی سر قومندان په غونډه کې پريکړه وشوه ترڅو ديارلسمه ناحيه کې نوې حوزه جوړه او د نورو حوزو په څېر تشکيلات او امنيتي ځواکونه پکې ځای پرځای شي”.
تېره ورځ د کابل ښار په ديارلسمه او لسمه امنيتي حوزه کې چاودنې او وسله وال بريدونه ترسره شول چې د ديارلسمې حوزې پړه داعش او د لسمې حوزې د بريد مسئوليت طالبانو په غاړه واخيست.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د لسمې حوزې مربوط پروني بريد په اړه ويلي، چې د دوی د څلورو سرتيرو بريدګرو له لوري ترسره شوی او په سيمه کې د بهرنيو او داخلي استخباراتو مهم مرکزونه يې په نښه کړي زياتوي چې “په شپږنیم ساعته جګړه کې یادو استشهادي مجاهدینو د دغو مراکزو دننه له شلو ډير بهرني او کورني استخباراتي لوړ پوړي افسران او کارمندان ووژل، لسګونه تنه يې ټپيان کړل، همدا راز يې په څيرمه نورو اهدافو کې هم ګڼ شمیر دښمنان مړه او ژوبل کړل چې فریادونه يې بهر اوریدل کیدل”.


















