(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۰) د ټاکنو کمېسيون وايي، د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو په غوښتنه يې د رايه ورکوونکو د نومليکنې پروسه يوه مياشت نوره هم وغځوله.
د ټاکنو کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد وايي، دغه پروسه به د هېواد د څلوردېرش ولايتونو په مرکزونو کې له ټاکل شوې مودې يوه مياشت زيات فعاليت کوي.
د صياد په خبره، د نومليکنې موده په دې موخه غځول شوې ترڅو ټولو هېوادوالو ته د نومليکنې په پروسه کې د ګډون فرصت ورکړل شي.
د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو لپاره د نوم لیکنې دغه بهير د وري د مياشتې په پنځه ويشتمه پيل او ټاکل شوې وه چې تر يوې مياشتې به دوام وکړي.
خو د ډيری هېوادوالو د نومليکنې په پروسه کې د نه شاملېدو له کبله د نومليکنې پروسه يوه مياشت نوره هم غځول شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په څلوردېرش ولايتونو کې يواځې يو ميليون او پنځه سوه زره کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.
يو شمير ولايتونه داسې هم دي چې د ټول ولايت په حساب يواځې درې تر پنځو زرو کسانو نومليکنه کړې وي.
د ټاکنو کمېسيون مسئولين او مدني ټولنې وايي، چې د نومليکنې ډيری مرکزونه د نا امنيو د ګواښونو له امله بند دي.
په کابل، بغلان، کوندوز، خوست او ځينو نورو ولايتونو کې د نومليکنې په مرکزونو کې چاودنې وشوې چې له کبله يې لسګونه کسان ووژل شول او په زيات شمېر کې نور ټپيان شول.
ويل کېږي، په کابل او يو شمير ولايتونو کې د نومليکنې په مرکزونو کې له چاودنو وروسته ډیری خلک د نومليکنې مرکزونو ته په ورتګ زړه نه ښه کوي.


















