یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د دریو ولسوالیو سقوط او د کابل وروستی برید د تیرې اونۍ پیښو ته کتنه

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
مې 10, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
طالبان، عسکر

طالبان، عسکر

564
ځلې شریک شوی
86
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

راپور تاژ : فرید افغان

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

په هیواد کې وروستیو بریدونو جنګ جګړو نړیوال او افغان حکومت د وارخطایي سره مخ کړي او د طالبانو خوځنده عملیاتو او د داعش سیستماتیکو پلان شویو بریدونو په لویه کچه اندیښنې راپارولې.
داعش تر ډیره هڅه کوي د کابل لویدیځ چې هزاره یا شیعه وګړي په کې میشت په نښه او د عراق په څیر دلته هم د سني او شیعه تر منځ تفرقه اچوونکې هڅې ترسره کړي.
طالبان بیا دا کوښښ کوي ترڅو هر هغه ځای په نښه کړي چې حکومت او نړیوالو ته په کې دروند زیان او تریخ پیغام ورکړي چې تر ډیره په دې پالیسۍ کې بریالي هم دي.

پر خبریالانو د داعش ډلې وروستی برید د دې لامل شو چې حکومت د تیرې ورځې د بریدونو د تلفاتو کره شمیرې پټې او هغه څه اعلان کړي چې خوښه یې وي.

تیره ورځ طالبانو او داعش ډلې په همهاله توګه پر لسمه او دیارلسمه امنیتي حوزو بریدونه وکړل بریدونو که څه هم تلغات درلودل خو هغه شمیرې چې واقعیت یې درلوده رسنیو ته په واک کې ورنه کړل شوې.
طالبانو پر لسمې حوزې د لوی برید مسؤلیت منلی او هغه یې د کندوز د بوږنونکې پیښې چې ولسي وګړو ته په کې د سر دروند زیان واوښت، غچ بللی.
د یونما د راپور سره سم په هغه برید کې چې افغان ځواکونو د دکندوز په دشت ارچي کې د دستار بندۍ په یوه غونډه ترسره کړ ۱۰۷ تنه ولسي کسان مړه اوټپیان کړي و چې ۸۰ تنه یې یواځې ماشومان و.
طالبانو ویلي چې د کابل لسمه امنیتي حوزه کې یې د استخباراتو مهم مرکز په نښه کړی او په خبره یې چې “ له دغه مرکز څخه د کابل اداره او ځينې بهرنیو استخباراتي کړۍ په ګډه کار اخلي، دلته د بمبارونو پلانونه جوړیږي او له همدې ځای څخه د هیواد په لر او بر کې هره ورځ ولسي کورونه، مدارس، مساجد او کلینیکونه بمباروي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر هیواد وال د غم په ټغر کښینوي. “
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي؛ ملګرو یې په شپږنیم ساعته جګړه کې د دغو مراکزو دننه له شلو ډير بهرني او کورني استخباراتي لوړ پوړي افسران او کارمندان ووژل، لسګونه تنه يې ټپيان کړل، همدا راز يې په څيرمه نورو اهدافو کې هم ګڼ شمیر دښمنان مړه او ژوبل کړل چې د دوی په وینا، فریادونه يې بهر اوریدل کیدل.

تر دې ور آخوا طالبانو د غویي پر ۱۴ د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ او ورڅیرمه سیمې ونیولې او تر څنګ یې د یو شمیر نورو ولسوالیو ځینې سیمې ونیولې چې په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازې فوزیه کوفي د سلو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړ .
د غویي پر ۱۸ د تاله برفک ولسوالۍ سقوط وکړ چې د بغلان د ولایتي شورا د رئیس په وینا طالبانو ۱۵ عرادې ټانګونه او رینجر له ګڼو مهماتو او ۳۰ امنیتي ځواکونو سره یوځای نیولي.
هغه څه چې د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش له څو ورځو وروسته لا هم د یادې ولسوالۍ سقوط نه مني او زیاتوي چې ځواکونه یې لا هم په سیمه کې فعال دي.

د غویي پر ۱۸ ماښام مهال د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ هم سقوط وکړ چې طالبانو د څو رینجرو او ټانګونو په ګډون ګڼ مهمات یووړل.
دا ولسوالۍ هغه مهال له سقوط سره مخ شوه کله چې طالبانو په سیمه کې د جمعیت اسلامي د نوموتي قوماندان دادالله(دادي) اړوند د کولیان او تغلیمس ستراتیژیکې سیمې ونیولې او نوموړی یې له سلګونو ځواکونو سره یوځای د سیمې پریښودو ته اړ کړ.
خو څو ورځې وروسته د کوهستان او پلچراغ د بیرته نیولو ادعا دولتي ځواکونو وکړه او د طالبانو سرچینو هم ومنله چې د ولسوالۍ له مرکز څخه یې تکتیکي شاتګ کړی دی.
د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو مطبوعاتي مسئول لږه شېبه وړاندې رسنیو ته ویلي، چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په غوښتنه یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د بلچراغ ولسوالۍ مرکز او بازار څخه عقب نشیني کړې؛ خو زیاتوي چې لاهم د ولسوالۍ د مکتب په شمول شاوخوا حاکمو نقطو کې یې سنګرونه نیولي او دمناسبې موقع په ترلاسه کولو به بیرته د ولسوالۍ مرکز ونیسي.
دا بریدونه داسې مهال ترسره کیږي چې افغانستان ته تازه دمي امریکایي عسکر هم ځینې رسیدلي او یو شمیر نور پر لاره دي.
بل پلو د غزني او پکتیکا ترمنځ لویه لاره د اوومې ورځې لپاره هم د د دولتي ځواکونو پرمخ بنده ده.
ولسي خلکو ته پر نورو فروعي لارو د تګ اجازه ورکړل شوې او د لارې دخلاصون لپاره دولتي ځواکونه خپل ټول زور وهی خو لا هم کومه نتیجه نه لري.

امریکایي او افغان ځواکونو د طالبانو روان عملیات پاروونکي بللي او زیاته کړې یې ده چې طالبان په دې توګه غواړي د سولې شوی وړاندیز رد او د نړیوالو ځواکونو په مشرۍ افغان حکومت ته ستونزې جوړې کړې چې یواځې د تیرې اونۍ په ترڅ کې یې د هغوی سلګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې .

لوی ټکي: تلفاتجګړېطالبان
مخکینې مطلب

ټاکنو کمېسيون د نوم ليکنې موده يوه مياشت نوره هم وغځوله

بل مطلب

د رمضان المبارک هرکلی څنګه وکړو؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com