استازي: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۳)
د ولسي جرګې غړي وایي ، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۴ ولایتونو غور، بغلان، فراه او زابل کې ۱۵۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
د ولسي جرګې غړي حکومت پر معامله تورنوي او زیاتوي چې د وسلوالو طالبانو راتګ ته په لوی لاس زمینه برابروي او د مقابلې توان یې له لاسه ورکړی دی.
د بغلان ولایت استازې حمیرا ایوبي وایي، په دې ولایت کې د تیرو ۲۴ ساعتونو په موده کې ۵۳ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.نوموړې زیاتوي؛ طالبان ورځ تربلې پیاوړي کیږي ،نوي جنګي تکتیکونه زده کوي او مخ پر وړاندې روان دي.
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان بیا وایي چې په یاد ولایت کې په تیرو څو ساعتونو کې ۲۲ د پولیسو او ملي اردو سرتیري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي چې په خبره یې تر اوسه ۴ پوستو سقوط کړی او لا هم سخته جګړه روانه ده.
د ولسي جرګې غړی ابدالله مخدوم محمدي وایي ؛ طالبانو په ټولو حکومتي اداراتو کې نفوذ کړی او له همدې کبله هغوی مخ پر وړاندې روان دي.
د غور استازی نادرشاه بحر وایي چې د شهرک ولسوالۍ په جګړه کې تر ۳۰ ډیر امنیتي ځواکونه او پاڅون کونکي تلفات لري او جګړه لا هم روانه ده.
د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني بیا وایي چې د دې ولایت د تاله وبرفک ولسوالۍ په ټولیزه توګه د طالبانو په لاس کې ده او تر ۲۰ ډیر امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي.
خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا دا نه مني او زیاتوي چې په ټول هیواد کې یواځې ۱۵ تنه تلفات لري او مقابل لوري ته یې ګڼ تلفات اړولي.



