طالبانو په فراه کې د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات نیولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۳)

د راپورونو تر مخه، طالبانو په تیرو څلوریشتو ساعتونو کې یواځې په فراه ولایت کې د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت وسلې ، وسایط او مهمات نیولي دي.
د سلام وطندار خبري شبکې د راپور تر مخه، د فراه بالابلوک او لاش‌وجوین ولسوالیو او د فراه په مرکز کې طالبانو په خپلو بریدونو کې د عامه‌نظم، پولیسو او اردو ۵۰ تنه سرتېري وژلي او د هغوی ټول مهمات او وسلې په لاس ورغلې دي.
سرچینې زیاتوي؛ طالبانو په دې بریدونو کې د ملي اردو ۵ هاموې زغره‌‌وال او یو باروړونکی موټر سوځولي او درې هاموې‌ زغره‌وال ټانګونه او یو انټرنشنل یې له لسګونو میلو درنو او سپکو وسلو سره نیولي او خپلو خوندی سیمو ته یې رسولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې ۱۵ عرادې رینجر موټر او زغروال هاموي ټانګونه او سلګونه میله سپکې او درنې وسلې ونیولې.
د دې تر څنګ د فاریاب چارواکي ادعاکوي چې طالبانو د بل چراغ په سقوط کې درۍ رینجر موټر او د وسلو څو ډیپوګان نیولي او تازه خبرونه ښیي چې د دې ولایت د شیخي په نامه ستراتیژیکې سیمې له یو بیس او ۵ پوستو سره یوځای سقوط کړی او ګڼ وسایط او ډیپوګان د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button