اسراييلي هوايي ځواک نن سهار پر غزه بريدونه کړي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین
راپورونه وايي، چې اسرييلي الوتکو نن سهار وختي غزه کې پر دوه ځايونو بمبار کړی دی، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره يې مالومه نه ده.
عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، اسراييلي جنګي الوتکو د غزې ښار جنوب ختيځ لور ته د الزيتن کلي په جنوب کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې «کتايب القسام» د روزنې مرکز په نښه کړی دی.
بل لور ته اسراييلي هليکوپترو د غزې تړانګې شمال لور ته په السودانية سيمه کې د حماس د بحري پوليس پر يوه مرکز بريد کړی دی، خو تر دې دمه د دواړو بريدونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
اسراييلو هم لا په رسمي ډول د بريدونو پخلی نه دی کړی.
د اسراييلو رسمي خبري اژانس بېګا ناوخته وويل، چې له غزې توغول شوی يو توغندی په (شاعر هنيغف) سيمه –چې فلسطينيان ترې شړل شوي او يهود په کې مېشت دي- کې د په يوه خلاص ميدان لګېدلی، چې کومه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې، خو چا يې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
له تېر اکتوبر راهيسې د فلسطينيانو او اسرييلو تر منځ له دې امله شخړې روانې دي، چې يهودو فلسطينيان اقصی جومات ته له ورتګه منع کړي او خپله يې نږدې هره ورځ بې حرمتي کوي، د دغو شخړو په ترڅ کې تر دې دمه سلګونه فلسطينيان شهيدان شوي او لسګونه اسراييل پوځيان او عام وګړي وژل شوي دي.



