د ایران د بهرنیو چارو وزارت: ایران او روسیه د سوریې په هکله یو دریځ لري.

کابل ټکی کام فرید احمد

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر حسین امیر عبدالهیان ویلي دي چې د سوریي په هکله د ایران او روسيې ترمنځ هیڅ قسمه اختلافات وجود نلري.

نوموړي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې روسیه او ایران په سوریه کې په حقیقت ولاړه مبارزه کوي او د بشارالاسد سره اوږه په اوږه ولاړ دي ترڅو دده په اصطلاح د ترهګرو مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همداشان زیاته کړه چې د روسیې مبارزه په سوریه کې د ستایلو وړ ده او دا کار د بشارالاسد په موافقه سره شوی دی، او همدارنګه د ایران سلاکاران هم په سوریه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پوره کار کوي.

ایران وایې له روسيې سره د سوریې په رابطه هیڅ قسمه اختلافات نلري او کیدای شي چې همکاري له یوبل سره نوره هم زیاته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button