(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۴) د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د پنځلس قومندانانو په ګډون پنځه سوه پوليس او اربکيان له خپلو وسلو سره طالبانو ته اوښتي دي.
ځايي امنیتي سرچينې وايي، تېره ورځ د “چندوس او ذاحکیم” سيمې سلګونه کورنیو له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړی او د يادې سيمې اربکيان او پوليس طالبانو ته تسليم شول.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په يوې رالېږلې خبرپاڼې کې له دوی سره د پنځلس قومندانانو او پنځه سوه پوليسو او اربکيانو د يوځای کېدو خبره تاييد شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، د “قاد سخردک شرقي دولتي” سيمې د دوو کليو لس زره اوسيدونکي چې سلګونه کسان يې اربکيان و:” دجلب اوجذب کمیسیون دولایتي مسؤول اوسیمه يیزو مجاهدینوپه هلوځلو دحقایقوپه درک کولوسره له اسلامي امارت سره یوځای شول.”
طالبان وايي، تسليم شويو پوليسو يوه رينجر موټر، دوه ويشت ميله پيکا، لس ميله راکټونه او ګڼ شمير کلاشينکوفونه، پوځي مهمات او مرمۍ هم ورسپارلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو ته ور اوښتوقومندانانو د خپل ولس په نماينده ګۍ د يوې غونډې پر مهال ژمنه وکړه چې له دې وروسته به ” داسلامي امارت مجاهدینو همکارۍ ته دوام ورکوي اوپه دې لاره کې به له هیڅ ډول قربانۍ ورکولو دریغ ونه کړي”
په وروستيو کې له طالبانو سره د دولتي منسوبينو او نظامي کسانو د يوځای کېدو او هغوی ته د تسلمېدو لړۍ تېزه شوې ده چې ډیری وخت د دولت وسلې او د هغوی نظامي توکي هم طالبانو ته تسليموي.


















