ملي شورا: د سیمیزو ملیشو جوړیدل به حکومت ته ګڼې نورې ستونزې هم پیداکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۵)
د ملي شورا ځینې غړي او یو شمیر پوځي شنونکي د حکومت له خوا د سمیزو ملیشو جوړولو ته اندیښمن دي او زیاتوي چې ښایي د دې ملیشو جوړول بدې پایلې ولري او په راتلونکي کې به دږپه خلکو کې د ملي اردو پر اغیز هم منفي اثرات وښندي.
حکومت غواړي دا ۳۶ زره کسیز سیمیز ځواک د یو کال لپاره په ازمایښتي توګه رامنځته کړي، تر څو په کلیو او بانډو کې له طالبانو سره جګړې وکړي او له ښاري سیمو د هغوی حضور بلې خوا واړوي.
د دفاع وزارت وایي، دا سیمیزې ملیشې به د ملي اردو په څیر امکانات و لري خو امتیازات او معاشونه به یې له اردو څخه ۱۵ سلنه کم وي او همداراز منسوبین به یې هم هغه کسان وي چې په ملي اردو کې یې دندې ترسره کړې وي.
د ولسي جرګې غړي فرهاد سخي او نذیراحمدزي رسنیو ته ویلي ، که دا ملیشې اوږدمهالې شوې نو حکومت ته به په سیمیزه کچه لوی سرخوږی رامنځته کړي او د اربکیانو په څیر به په خلکو کې هغه پارونې لا زیاتې کړي چې هغوی یې اوس هم د نظام پرضد راپورته کړي دي.
دوی زیاتوي؛ ښایي دا ملیشې په ازمایښتي پړاو کې حکومت له ننګونو سره مخ کړي چې د دوی په آند ، که دغو ځواکونو په ازمویښي پړاو کې مثبته نتیجه ور نه کړي او امتیازات پرې بند شول، شونې ده چې د داعش او نورو وسله والو ډلو سره یوځای شي.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکي هر یو زلمی وردګ او اصف بکتاش وایي، چې د دې ملیشو مدیریت تر ټولو ستونزمنه چاره ده او زیاتوي چې، لرې نه ده د وخت په تېرېدو سره دا ملیشې هم دغیر مسولو وسله والو ډلو په توګه یوځل بیا د حکومت پر وړاندې ودرېږي
پوځي شنونکي د سیمیزې اردو جوړول د ملېشه سازۍ پخوانۍ ناکامه تجربه بولي او په خبره یې چې د روانې جګړې د کابو کولو لپاره د دې ملیشو جوړښت هیڅ ګټه نه لري.
باید وویل شي چې حکومت د دې ملیشو کمو لګښتونو او په سیمیزه کچه نفوذ ته له دې کبله خوشبین دی، چې له یوې خوا پرې د نړیوالو او په تیره بیا د امریکایي چارواکو مرستې مخ پر کمیدو دي او له بل پلوه د طالبانو حضور هم ورځ تر بلې پراخیږي چې حکومت یې اندیښمن کړی او د دې ملیشو جوړښت ته یې ملاتړلې ده.



