ولسي جرګه: له امريکا او بهرنيو هېوادونو سره شوي تړونونه بې ګټې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۴) د افغانستان ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې د امریکا سره په شويو تړونونو نيوکې وکړې او هغه يې بې ګټې وبلل.

د ولسي جرګې غړي وايي، په هېواد کې نا امنۍ او جګړې ورځ تر بلې زياتيږي چې له کبله يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي او ژوند له لاسه ورکوي.

د جرګې غړو د ننۍ غونډې په امتيازي ساعت کې وويل، چې حکومتي چارواکي او امنيتي مسئولين بې کفايته دي، ځکه دوی اصلي ستونزې ته چې جګړې او نا امنۍ دي پاملرنه نه کوي او په سطحي مسايلو کې مصروف وي.

دغه راز وکيلانو، په هېواد کې د روان ناوړه امنیتي وضعيت په اړه د جدي اقدام غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د نا امنيو ته په کتو له امريکا او نورو هېوادونو سر د افغانستان تړونونو هيڅ ګټه نه ده کړې او بايد له سره پرې غور وشي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل، چې افغان حکومت له بهرنيو هېوادونو سره له شته تړونونو ګټه نه ده اخيستې.

تر دې مخکې هم ولسي د ولسي جرګې غړو له امريکا سره په شته تړونونو نيوکې کړي او هغه يې د افغانستان په زيان بللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button