(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۴) د راپورونو له مخې، د ننګرهار د والي له استعفا وروسته د هلمند والي حيات الله حيات دغې ولايت ته د والي په توګه لېږل شوی دی.
د پژواک د راپور پر بنسټ، حيات الله حيات د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز د ولسمشر غني لخوا د ننګرهار والي ټاکل شوی دی.
نوموړي، تر دې مخکې د هلمند ولايت د والي په توګه دنده کوله او له هغې وړاندې د ميدان وردګو والي هم پاتې شوی دی.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار والي ګلاب منګل د ولايت له دندې استعفا وکړه چې د سيمه ييزه ارګانونو ادارې له خوا ومنل شوه.
که څه هم ګلاب منګل د خپلې استعفا لامل شخصي ستونزې بللي خو تر اوسه لا څرګنده نه ده چې نوموړي ولې د ننګرهاره له ولايته استعفا کړې ده.


















