اروزګان: دوه پوځي قرارګاوې او دوه پوستې طالبانو نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۴)

د ارزګان ولایت ځایي امنیتي مسؤلین وایي چې طالبانو د دې ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې ټول امنيتي ځواکونه کلابند کړي او طالبانو ټولې ستراتيژيکې سيمې نيولې دي.

پژواک خبري اژانس د ځایي خبري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په دې جګړه کې تر اوسه ۲۷ د ملي اردو سرتېري لا درکه شوي چې ګومان کېږي يا وژل شوي او يا هم طالبانو نيولي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې ادعا کړې چې د تیرې شپې په جګړه کې یې د سخي غونډۍپر قرارګاه او د ګرم آب د سر پر ستراتیژیکو پوځي مرکزونو بریدونه کړي چې د دواړو پوځي مرکزونو په ګډون یې ۲ نورې پوستې هم نیولې دي.
طالبانو ویلي چې په دې جګړه کې یې ۲۰ تنه د ملي اردو ځواکونه وژلي او۱۲ یې ژوندي له ځانه سره بیولي دي دي.
د طالبانو خبر پاڼه زیاتوي ؛ په دې جګړه کې ۲۲ میله M16 امریکايي ټوپک، ۵ میله ( ثقیلان) ۲ میله درازنوف ۱ میل دهشکه، ۱ دشپې دوربین او خورا ډيره نوره سپکه وسله، مهمات اونظامي توکي یې تر لاسه کړي او همداراز یې د خپلو دوو ملګرو د وژل کیدو او دوو نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.

خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا وایي چې په ټوله جګړه کې یې یواځې دوه سرتیري ټپیان شوي او د ځایي مسؤلینو او طالبانو ادعا یې رد کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button