انجینیر مطیع الله حلیمي
پر ګران افغانستان د روسانو یرغل او بیا د هغوی نه اټکل کېدونکې ماته د نړۍ د ډېرو سترو قدرتونو لپاره لوی سبق و او د ډېرو سر یې ورخلاص کړ چې پر افغانستان یرغل څومره لوړه بیه لري.
خو بیا هم، غرور، تکبر، تعصب او د دنیا حرص د ځینو پر عقلونو پرده ورواچوله او پر افغانستان یې د یرغل تور نیت په زړه کې پیدا شو. البته باید یادونه وکړو چې ډېرو د افغانستان د جغرافیوي موقعیت، چې له نظامي، سیاسي، اقتصادي او عقیدتي اړخه خورا مهم او ستراتیژیک دی، د ګټلو شور او شوق درلود او لري به یې. خو د دې خاوري د بچیانو تاریخ د هر چا سر ورخلاصوي چې دا خاوره يواځې مسلمانو افغانانو ته د نعمت زانګو ده، خو د پردیو لپاره په دنيا کې د الله تعالی عذاب دی.
خو لکه چې مې وویل الله (ج) بیا د یو بل طاغوت پر عقل پرده ورواچوله او ویې غوښتل چې خپل یو بل لوی دښمن د افغانانوپه لاس ذلیل کړي.
امریکایانو پر خپل عقل لويه تکیه وکړه، دوی داسې فکر کاوه چې د روسانو د شکست لامل د هغوی خراب تدبیر، زوړ تخنیک، له نړۍ سره موافقه نه لرل، له افغان مجاهدینو سره د نیمې نړۍ مرستې او داسې نور وو.
نو همدا وه چې دوی (امریکایانو) خپل قوي تدبیرونه په کار واچول، د نړۍ بېساري تخنیک یې له ځان سره کړ، ټوله نړۍ یې له ځان سره همغږې کړه، پر افغانانو یې د ټولې نړۍ لخوا د مرستو لارې بندې کړې او همداراز یې نږدې د ټولو غربي هیوادونو قوت له ځان سره کړ؛ پر افغانستان یې یرغل راووړ. دلته اوس هر چا په پراخو سترګو ولیدل چې امریکایان په داسې جګړه کې شکېل شول چې دوی یې فکر هم نه کاوه.
نن د اوولس کلونو په تېرېدو سره امریکایان له هغه حالت سره مخ دي چې په ۱۹۸۹-۱۹۸۸م کلونو کې روسان ورسره مخ وو.
په ۱۹۸۹-۱۹۸۸م کلونو کې، د روسانو دا عقیده پخه شوه چې نور نشي کولای پر افغانستان خپل مستقیم تسلط وساتي او همداراز یې ګرمو اوبو ته د رسېدلو خوبونه هم له سره لیرې کړل.
اوس نو روسانو هڅه کوله چې په افغانستان کې خپل لاسپوڅی او وفادار رژیم له نسکورېدا وژغوري تر څو افغانستان ته د خپلو رقیبانو د نفوذ مخه ونیسي. په دي لړکې روسانو له خپلو وفادارانو څخه خپل هیڅ ډول مرسته ونه سپموله. هغوی له مشورې نیولې بیا تر وسلې، هر څه د مزدور رژیم په واک ورکول. خو د کابل رژیم یوه سوړه به چې روسانو وربندوله، نو دوه نورې به خلاصېدې.
دا چې هغه وخت د جنګ حالت و نوطبیعي ده چې روسانو به د خپل زړه حالت پټ ساته تر څو مقابل لوری لازړه ورنشي، خو بیا وروسته د جګړي تر ختمېدو، ډېرو روسي لوړپوړو چارواکو د هغه وخت په باب څه نا څه په شکاره ولیکل.
د بیلګې په توګه، په افغان جګړه کې یو لوړپوړي روسي چارواکي، جنرال اناتولویج لیاخوفسکي، په خپل کتاب “د افغان مېړانه اوغمیزه ” کې داسې لیکي:
”لکه څنګه چې ټاکل شوې وه، شوروي پوځونه باید څو میاشتي وروسته په بشپړه توګه له افغانستانه وتلي وای. خو په دي ترڅ کې د افغانستان حالاتو ګرسره حیرانوونکې بڼه غوره کړي وه. سره له دې چې دغه هیواد ته د شوروي اتحاد له خوا د بېلابېلو وسلو جوپې ورروانې وې، خو اردو او د کورنیو چارو او دولتي امنیت وزارتونو نه یوازې بشپړتیا او پیاوړتیا ونه مونده، بلکې برعکس لاپسې کمزوري کیدل… په همدې لړ کې وه چې د افغانستان د جمهوریت د وسلوال پوځ درې واړه وزیرانو( شهنواز تڼي، ګلابزوی، یعقوبي) د سپتمبر په میاشت کې مسکو ته سفر وکړ او له م ګرباچوف سره د لیدنې په ترڅ کې یې د ۱.۲ میلیارده روبلو په انډول د وسلو او تخنیک د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه. د افغان لوري ټولې دغه غوښتنې تر څېړنې وروسته په بشپړه توګه ترسره شوې. له دې پرته د افغانانو نورې بیلابیلي هیلې اوغوښتني هم ترسره کېدي. د ساري په توګه د هیواد په خورا مهمو سیمو کې د اړتیا وړ معلوماتو د ساتلو درې میاشتنۍ زېرمې جوړې شوې چې په هغو کی ۸۵۰۶۱.۹ ټنه ډول ډول مالونه اومهمات زېرمه شول. دغه راز د شوروي اتحاد په خاوره کې به له پرتو اډو د هوایي ځواکونو د بمباري اوار- ۳۰۰ ډوله توغندي (سکاد) د ګوزارونو له لارې هم له افغانانو سره مرسته کېده. دغه ګوزارونه به په تېره هغه وخت ترسره کېدل چې په افغانستان کې د پرتو شوروي هوایي ځواکونو هوایی ډګرونه به د اوبهوایزو (اقلیمی ) شرایطو له کبله د ګټې اخیستو وړنه وو او زموږ یا افغاني پوځونو او ګارنیزونونو به د یاغیانو د بریدونو له امله مرستې او ملاتړ ته اړتیا درلوده. خو له دې ټولو کارونو سره سره، د شوروي لږ شمېر پوځي ټولګیو له سرتیرو او افسرانو څخه د افغاني مسؤلو او لوړپوړو چارواکو شکایتونه ورځ تر بلې زیاتېدل او آن تر دې چې د شوروي پوځي سلاکارانو په وړاندې د ښکاره شکونو څپو هم سرراپورته کړ…“ (۴۳۱م مخ)
همداراز نوموړی جنرال په خپل همدې کتاب کې د وخت د رژیم د ځان ژغورنې هڅو او د روسانو ستړیا ته هم اشاره کوي او لیکي:
”په داسې حالاتو کې چې وسلوال پوځ نور ستراتیژیک نوښت، پر ځان بسیا کېدل او د یاغیانو د سترو ډلو پر خلاف د پراخو یرغلیزو عملیاتو وس او وړتیا له لاسه ورکړې وه، د هیواد مشرتابه د افغانستان د غوټي د پرانیستلو لپاره، د بهرني سیاست په ډګر کې پر شوروي اتحاد له یواړخیزي تکیې په ډډه کولو سره، له لویدیځ او د سیمي له یو شمیر نورو هیوادنو سره اړیکو د ودې اوپراختیا لاره په مخکې ونیوله او په دې برخه کې یې خپلي هڅي لا پسي چټکې کړي. البته له شوروي اتحاد سره پر اړیکو دبیا کتني تر ټولو ستر لامل هغه اقتصادي او سیاسي ستونزي وي چې زموږ هیواد (شوروي اتحاد ) ورسره مخامخ وو او د هغوی له امله افغانستان سره زموږ پوځي او نورو مرستوکې د لیدوړ کمښت راغلی…“ (۴۸۱م مخ)
خو له دې ټولو سره سره، د وخت کمونست پلوه رژیم نه تنها دا چې د مخالفینو له لوړفشار څخه ځان هوسا نه کړ، بلکې په داخل کې هم يو بل ته سره غورېدل چې بالاخره خبره تر کودتاګانو ورسېده اوانجام یي هم ټولو ولید.
که اوس موږ په هیواد کې د امریکایانو حال په لږ ځیرکتیا راوسپړو، نو دوی هم کټ مټ د روسانو په څېر په هوښ راغلي ښکاري. امریکایان هم اوس د ۲۰۰۱م کلونو د وخت خوبونه نه ویني، بلکې اوس یواځې د خپل مزدور رژیم د بقا په لټه کې دي.
دا خبره د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د خپل واک په وروستيو ورځو کې په ډاګه وکړه چې دوی نشي کولای طالبان په بشپړه توګه مات کړي، (نشي کولای پرافغانستان مستقیم تسلط وساتي) بلکی د دوی هڅه دا ده چې افغانستان د ترهګرو په ځاله له بدلیدو وژغوري، (په افغانستان کې مزدور رژیم له بشپړ نسکوریدو وژغوري.)
کټ مټ هغه هڅه چې روسانو د خپل اشغال په وروستیو کې کوله امریکایان هم د همدي موخي په لټه کې خپل وروستی زور اوقوت ازمایي او پر طالبانو د هر اړخیزو فشارونو راوړلو هڅه کوي تر څو طالبان مجبور کړي چې له موجوده ادارې سره جوړجاړی وکړي او په افغانستان کې د غربي ډیموکراسۍ تخم له ورکېدو وژغوري.
په دي لړ کې امریکایانو خپلي هیڅ ډول مرستي له موجوده رژیم څخه نه سپموي. په جګړه کې دمیاشتي د زرګونو بمونو د ورولو خبره پخپله امریکان کوي، د افغان موجوده اداراې د مشروعیت او سیاسي ملاتړ په موخه د سیمي اونړۍ په کچه د غونډو جوړول هم تر ډېره د امریکاپه مټ کیږي. همداراز د طالبانو پر وړاندي تبلیغاتو کې هم امریکان هر ډول مهارت په کار اچوي تر څو پري ټولییز فشار وزیږوي او…
خو له دي هر څه سره سره، د کابل اداره نه بشپړتیا مومي او نه هم پیاوړتیا. د جګړي په ډګر کې هم ورځ تر بلې طالبان سیمی لاندي کوي، په سیاسي ډګرکی د نړۍ … درجه متفکر د طالبانو سیاسي دفتر ته ونه رسید.
د دوی تبلیغات هم دومره بې نتیجي دي چې عام ولس لا څه چې د نظام مسلح ځواکونه په ډلو ډلو طالبانوته وراوړي. همداراز د نظام په داخل کې که څه هم ع اوغ جانکیري په وچ زور تر یو یوغ لاندي کړل، خو بیا هم د یو بل خلاف زورونه وهي او…
خو له چین څخه د لوا جوړولو غوښتنه، روسانو ته په څو واره د فقرلاس اوږدول، د هندوستان زړو نظامي چورلکوته خوښي، له پاکستان څخه د طالبانو پر خلاف د جګړي غوښتنه او داسې ورته کړه وړه شکاره کوي چې امریکایان هم د ستړیا تر پولي رسیدلي او حیران دي چې د کابل رژیم کومه سوړه وربنده کړي.
اوس د پخواني شوروي اتحاد په څېر که څه هم امریکایان هڅه کوي چې د زړه تڼاکې (پولۍ) پټي وساتي، خو د تندي (ټنډي) خولي یې له ورایه شکاري.















