اروزګان: چوره او خاص اروزګان کې د ملي اردو لسګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)
د اروزګان ولایت څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
امنیتي سرچینو رسنیو ته منلې چې تېره شپه پر یاده ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د افغان امنيتي ځواکونو ۳۳ تنه سرتېري وژل شوي دي او ګڼ نور ټپیان دي.
د ملي د فاع وزارت که څه هم د دې پیښې په اړه کوم سپیناوی نه دی کړی خو ادعا یې کړې چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲ وسلوال وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
وسلوالو طالبانو هم په دې تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.
بل پلو د خاص اروزګان په محاصره ولسوالۍ کې هم طالبانو پرمختګونه کړي.
سیمیزو امنیتي مسؤلینو تیره ورځ آزادۍ رادیو ته ویلي و ، چې طالبانو د ولسوالۍ یوه برخه نیولې او ګڼو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې خو د طالبانو سرچینې بیا وایي چې تیره شپه یې د یادې ولسوالۍ دملي امنیت مدیریت او یو بل مرکز نیولی او مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.



