پنټاګون: فراه زمونږ په مټو له سقوط نه وژغورل شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د افغان پوځ او پر وړاندې یې د طالبانو د وروستیو بریدونو په تړاو څرګندونې کړې او له سقوط څخه د فراه ړلایت ژغورل یې د امریکایي ځواکونو ابتکار بللی دی.
پنټاګون ویلي؛ د فراه ښار سقوط حتمي و،  خو د دوی د مرستندوی ماموریت هوایي ځواکونه او د افغان ځواکونو مشاورین په سیمه کې و،  چې د طالبانو له خوا د ولایت د سقوط  خطر یې دفع کړ.
د پنټاګون ویاندې “دنا وایت“وایي د فراه تر سقوط وروسته مو د لومړي ځل لپاره د افغانستان شپږ واړو قول اردوګانو ته حکم کړی چې د مخالفینو د ممکنه حملو لپاره چمتو اوسي او له دفاعي حالت څخه،  تعرضي حالت خپل کړي.
په فراه ښار کې د ملي اردو قوماندان ګدا محمد دوست بیا دا مني چې د قاطع ملاتړ ماموریت یې په سخت حالت کې مرسته وکړه خو زیاتوي چې موږ هڅه کوو د فراه د ښار ګرد چاپیره یو پراخ امنیتي کمربند ایجاد کړو،  ترڅو مخالفین د بیا ځل لپاره ونه شي کړای د فراه ښار ته ننوځي.
نوموړي همداراز وویل؛  بهرنیو دوستانو ډاډ راکړی چې د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې به د مخالفینو د ځپلو په موخه یو لړ تصفیوي عملیات ترسره کوي ترڅو مقابل لوری په مرکز د بریدونو شته ځواک له لاسه ورکړي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې طالبانو د فراه په مرکز برید وکړ چې د ملي امنیت د ریاست په ګډون یې ګڼ شمیر امنیتي پنډغالي ونیول ، خو تر ماښام وروسته په داسې حال کې چې سیمې ته هیڅ کومکي ځواکونه نه و،  رسیدلي بیرته ترې په خپله خوښه ووتل.
یو شمیر کړیو په  یاد برید کې د ګاونډي هیواد ایران  د لاس لرلو ادعا وکړه خو د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د فراه والي بصیر سالنګي دا ادعا یواځې پروپاګند وباله او په سختو ټکو یې رد کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button