ننګرهار: د کرکټ په لوبغالي کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په لوبغالي کي د رمضان کپ په نامه د پيل شوو سياليو پر مهال پر لپسې درې چاودنې شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي تر اوسه په یادو چاودنو کې د ۸ تنو د وژل کیدو او تر ۴۰ ډیرو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.
په وژل شویو کسانو کې د رمضان کپ د سیاليو ترتیب کوونکی هدایت الله زهیر، د لغمان ښاروالۍ مرستیال ډاکټر نیکمل ، ‏ربیع الله د خاطر په نامه یو ماشوم ،سید محمد ،اجمل ،قاری حمید نومونه راغلي همداراز یو تن د نامعلوم هویت له امله د پیژندلو وړ نه دی.

وژل شوي او ټپیان ټول ولسي خلک دي طالبانو په یاده چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو پړه د داعش منله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button