جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

لانګ وار ژورنال: طالبان نه مایوس دي او نه یې هم سیمې له لاسه وتلې دي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 19, 2018
کټګوریانې: خبرونه, مهم
0
736
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د لانګ وار ژورنال په نوم آنلاین امریکايي خپرونې د امریکا د دفاع وزارت د ویاندې د وروستیو څرګندونو په اړه تبصره کړې او د افغانستان د وضعیت په اړه یې د نوموړې څرګندونې له ”حقیقته لیرې“ بللې دي.

د پنټاګان ویاندې، ډانا وایټ، تېره پنجشنبه د امریکا په دفاع وزارت کې د خبري کنفرانس پر مهال د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان ”مایوس“ شوي دي. نوموړې زیاته کړه چې طالبانو کوم ”پرمختګ نه دی کړی“ او یواځې پر ”نرمو هدفونو“ بریدونه کوي. 

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

د لانګ وار ژورنال خپرونې ایډېټر، بیل روګیو، لیکي ډانا وایټ داسې مهال د طالبانو د ”مایوسۍ“ په اړه خبرې کوي چې دا ډله تېره اونۍ د فراه ښار ته ننوتله او د هېواد په نورو برخو کې یې دوې ولسوالۍ له دولتي ځواکونو ونیولې.

د لانګ وار ژورنال په خبره، د وایټ څرګندونې د ۲۰۱۲ز کال سپتمبر میاشتې ته سړی ګرځوي، کله چې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر، لیون پنیتا، ادعا وکړه چې پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو نفوذي بریدونه د طالبانو د ”وروستیو سلګیو“ ښکارندويي کوي.

وایټ دوه اونۍ وړاندې هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې و چې طالبانو د ”مایوسۍ“ او د ”سیمو د بایللو“ له امله سرتېرو بریدونو  ته مخه کړې ده.

خو لانګ وار ژورنال خپرونه وايي، د افغانستان د ولسوالیو د وضعیت په اړه د دوی سروې ښيي چې د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو پر ۵۹٪ خاوره یا هم طالبان واکمن دي او یا نفوذ پرې لري. دا له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د طالبانو د واک تر ټولو لوړه سلنه ده.

د پنجشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې ډانا وایټ همداراز ویلي و چې د افغانستان د پوځ ټولې شپږ قول اردوګانې د طالبانو پر ضد په عملیاتو بوختې دي.

د افغان پوځ ټولې قول اردوګانې له اتو میاشتو راهیسې د تهاجمي عملیاتو پر ډګر ورننوتلې دي. اته میاشتې وړاندې، د ۲۰۱۷ز کال د اکتوبر پر ۳مه نېټه، د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته ویلي و چې ”د تیرې (سپتمبر ۲۰۱۷)  میاشتې له پیل راهیسې، او په دې اوږده جګړه کې د لومړي ځل لپاره، د افغانستان د پوځ ټولې شپږ قول اردوګانې پر تهاجمي عملیاتو بوختې دي“.

خو لانګ وار ژورنال خپرونه وايي، ستونزه دا ده چې له اتو میاشتو راهیسې د افغانستان د اردو ټولې شپږ قول اردوګانې په تهاجمي عملیاتو بوختې دي، او بیا هم طالبان د پرمختګ په حال کې دي.

د لانګ وار ژورنال په خبره، د افغانستان پر نفوس د طالبانو کنټرول، د ملکي تلفاتو زیاتوالی، فرقوي بریدونه، امنیتي پیښې او د افغان ځواکونو د شمېر کمېدل د افغانستان د وضعیت په اړه د ډانا وایټ د ”خوشباوره ارزونې“ تکذیب کوي.

مخکینې مطلب

پکتيکا: د طالبانو تعليم او تربيې کمېسيون ۴۳ مدرسې او مکتبونه فعال کړل

بل مطلب

تونده جګړه اودعفوې اعلان!

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com