پکتيکا: د طالبانو تعليم او تربيې کمېسيون ۴۳ مدرسې او مکتبونه فعال کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۹) د پکتيکا ولايت په بېلابيلو ولسواليو کې د طالبانو تعليم او تربيې له لوري شل مکتبونه او ۲۳ مدرسې پرانيستل شوې.

د پکتيکا ولايت د تعليم او تربيې مسئولين وايي، اته بابه مدرسې د ياد ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې، درې بابه په جاني خيلو، څلور په وازيخوا، درې په ډيله، دوه په نکه، يوه په يوسف خيلو او دوه نورې په وړممې ولسواليو کې په فعاليت پيل وکړ.

سرچينه زياتوي، د يادو مدرسو له جملې په خوشامند کې درې او په نکه کې دوه مدرسې د ليليې اسانتياوې هم لري.

د مسئولینو په وينا، اووه ښوونځي په برمل، اووه په نکه او شپږ نور په ګيان ولسوالۍ کې فعال شول او د يادو سيمو سلګونه کوچينو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شوه.

د یادو ولسواليو خلکو د تعلیم او تربيې د مسئولينو د دغو هلوځلو او د مکتبونو او د مدرسو په پرانيستل کېدو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې ټول ولس به خپل کوچنيان يادو ښوونځيو او مدرسو ته د زده کړو لپاره ولېږي.

طالبانو د (تعليم او تربيې) تر نامه لاندې کمیسیون جوړ کړی چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې فعاليت کوي او د ښوونيزو فعاليتونو، ښوونې او روزنې د لا پراختيا لپاره هلې ځلې کوي او وخت ناوخت د ښوونځيو او مدرسو د شاګردانو لپاره تشويقي غونډې او پروګرامونه هم برابروي.

په وروستيو کې طالبانو د نظامي فعاليتونو سربيره ښوونيزو، ټولنيزو او ودانيزو فعاليتونو ته مخه کړې چې په ډيری سيمو کې د خلکو د خوښۍ سبب ګرځيدلي او ولسي وګړو  او قومي مشرانو يې فعاليتونه د ستاینې وړ بللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button