منيره يوسف زاده د کابل ولايت د مرستيالې په توګه وټاکل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۰) د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې اعلان کړی چې د اشرف غني د فرمان پر بنسټ منيره يوسف زاده له خپلې دندې لرې او د کابل د والي د مرستيالې په توګه ټاکل شوې ده.

منيره يوسف زاده تر دې مخکې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې د وياندې او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د رئيسې په توګه دنده پرمخ وړله.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې منيره يوسف زاده ” د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم په اساس د کابل ولایت د اجتماعي چارو د مرستیالې په توګه پر دنده وګمارل شوه.”

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button