طالبان: د کابل اوسیدونکي دې له استخباراتي او پوځي مرکزونو ځان لرې وساتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۳۱)
وروسته تر دې چې طالبانو د افغانستان په کچه ټولو امنیتي ځواکونو ته د مشروطې بښنې اعلان وکړ، دا ځل یې نظامي کمیسیون په کابل کې ټولو ولسي وګړو ته خبرداری ورکړی چې له ټولو بهرنیو او داخلي پوځي او استخباراتی مراکزو لرې اوسي تر څو د دوی په ممکنه حملو کې تلفات ور وانه وړي.
طالبانو ویلي“ د دې لپاره چې د اولسي تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شي او زموږ بریدونه یوازې دښمن ته تلفات واړوي د کابل له ښاریانو مو غوښتنه دا ده چې د دښمن له پوځي، استخباراتي او نورو حساسو ادارو څخه ځان لرې وساتي“
د طالبانو اعلامیه زیاتوي؛ په پلازمینه کابل کې د بهرنیانو مهمې استخباراتي ادارې او د داخلي او خارجي پوځیانو د قوماندې مهم مراکز او دفترونه په داسې ځایونو کې میشت دي چې شاوخوا یې ټول ولسي خلک سپر ګرځولي او هلته په ځینو بریدونو کې ولسي خلکو ته هم تلفات اوړي .
طالبانو په ټینګار سره ویلي چې د ولسي خلکو د سر او مال ساتنه د ځان وظیفه بولي او زیاته کړې یې ده چې “ د اولسي خلکو وژل قطعا زموږ په جهادي تګلاره کې ځای نلري“
طالبانو ویلي چې سږکال پلان لري چې په کابل کې ټولې مهمې استخباراتي ادارې او د بهرنیانو مهم مرکزونه په نښه کړي“ مجاهدین پلان لري چې دالخندق عملیاتو په لړ کې د دښمن په دغو مراکزو بریدونه ترسره کړي او موږ نه غواړو چې زموږ په بریدونو کې دې حتی یوه تن بیګناه انسان ته هم زیان ورسیږي، هیله ده چې زموږ عام هیوادوال به په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي او د دښمن د حساسو ادارو په شاوخوا کې د ګشت وګام، تګ راتګ او پاتې کیدلو څخه به ځان وساتي“
طالبان داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په ځینو سیمو کې په څو خونړیو حملو کې لسګونو بیګناه وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې پړه یې د داعش وسلوالې ډلې منلې وه.
د طالبانو بشپړه اعلامیه :
د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د نظامي کمیسیون اعلامیه
لکه څنګه چې ټولو ته واضحه ده د اسلامي امارت مجاهدین د نړۍ په سطحه هغه څوک دي چې په نظامي عملیاتو کې فوق العاده احتیاط او داولس د سر او مال ساتنه خپله مهمه وظیفه بولي.
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د مجاهدینو احتیاط او دقت د دې لامل شوی دی چې په جهادي بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه په بي ساري ډول راټيته شي.
خو یوازینۍ سیمه چې لا هم په کې کله ناکله ملکي تلفات پیښيږي، هغه د کابل ښار دی، دا ښار چې د اشغالګرو تر ټولو مهم مراکز او استخباراتي او پوځي ادارې په کې شتون لري او اولس وژونکو سپیشل فورس، ملي امنیت او د دښمن د نورو پوځي ادارو بې رحمه کارکوونکو اکثرو په کابل ښار کې په داسې ځایونو کې خپل دفترونه او مراکز جوړ کړي چې له اولس څخه د سپر په توګه کار اخلي.
له همدې امله کله چې په دې مراکزو د مجاهدینو لخوا بریدونه کیږي نو ولسي خلکو ته هم په کې زیان اوړي او د اولسي خلکو وژل قطعا زموږ په جهادي تګلاره کې ځای نلري.
نو د دې لپاره چې د اولسي تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شي او زموږ بریدونه یوازې دښمن ته تلفات واړوي د کابل له ښاریانو مو غوښتنه دا ده چې د دښمن له پوځي، استخباراتي او نورو حساسو ادارو څخه ځان لرې وساتي.
مجاهدین پلان لري چې دالخندق عملیاتو په لړ کې د دښمن په دغو مراکزو بریدونه ترسره کړي او موږ نه غواړو چې زموږ په بریدونو کې دې حتی یوه تن بیګناه انسان ته هم زیان ورسیږي، هیله ده چې زموږ عام هیوادوال به په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي او د دښمن د حساسو ادارو په شاوخوا کې د ګشت وګام، تګ راتګ او پاتې کیدلو څخه به ځان وساتي.
د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون
۵/۹/۱۴۳۹هـ ق
۳۱/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/5/21م



