شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

ایران د طالبانو د ملاتړ تورونه یو ځل بیا رد کړل

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 21, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام قاسمي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام قاسمي

13
ځلې شریک شوی
163
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ایران د فراه په جګړه کې پر یاد هېواد لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا تورونه په ”افغانستان کې د جګړې له اصلي عواملو د خلکو د افکارو د منحرفولو“ په موخه پر ایران لګول کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام قاسمي، نن دوشنبه په تهران کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي، ”پر ښارونو د طالبانو بریدونه او بیا بېرته د دولتي ځواکونو له لوري له طالبانو د ښارونو نیول کومه نوې خبره نه ده، او دا د تهران او کابل له ښو اړیکو سره  هیڅ ارتباط نه لري.“

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

قاسمي زیاته کړې، ”امریکايي قومندانان چې په افغانستان کې له پراخ نظامي شتون او د زرګونو بې ګناه افغانانو د وینو تویولو سره سره په افغانستان کې د امنیت په راوستلو او ساتلو کې پاتې راغلي دي، هڅه کوي پر ایران له طالبانو سره د مرستې په تورونو لګولو سره د افغانستان د خلکو ذهنونه د جګړې له واقعي عواملو منحرف کړي.“

بهرام قاسمي ویلي، ”هغه څرګندونې چې د پردیو او یرغلګرو د رضایت په موخه کېږي، د افغانستان او ایران له دوستانه اړیکو سره هیڅ مطابقت نه لري.“

د نوموړي په خبره، د اوبو د ستونزې د حل په اړه د دواړو دولتونو ترمنځ خبرې له ډیپلوماټیکو لارې روانې دي، او ”د افغانستان له داخلي ستونزو سره د دې موضوع تړل هیڅ منطقي، صحیح او عقلاني اساس نه لري.“

تېره اونۍ طالبانو له دولتي ځواکونو سره تر نښتو وروسته د فراه ښار زیاتره برخې او نظامي مرکزونه ونیول، خو څو ساعته وروسته چې ښار ته نور امنیتي ځواکونه او د بمبار لپاره د بهرنیو ځواکونو الوتکې ورسېدې، طالبان له جګړې پرته پر شا شول او ښار یې پرېښود.

د شنبې په ورځ (۲۹غويی۹۷) دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو له وزير، د ملي امنيت له مشر او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له قوماندان سره يو ځای فراه ته د سفر پر مهال وویل چې ”د فراه جګړه په مطلق او دقيق ډول د اوبو د مديريت جګړه ده.“

په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان، جنرال جان نيکولسن، هم ګاونډي هېوادونه د طالبانو په ملاتړ تورن کړل.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د دفاع وزیر د خبرو په غبرګون کې پر خپل ټویټر په فراه کې د لوړپوړو افغان او بهرنیو چارواکو د ناستې یو تصویر خپور کړ. په تصویر کې د مېز پر سر د امریکا تر بیرغ او د جنرال نیکولسن تر سر سرې کرښې را تاو کړل شوې وې.

مجاهد له تصویر سره لیکلي و: ”دښمن ادعا کړې چې د فراه جګړه د اوبو پر سر جګړه وه. ځانونه مه تېر باسئ! جګړه د اوبو پر سر نه، بلکې جګړه د دغه بیرغ او دغه کس پر سر ده. غلامانو که تاسو رښتیا افغاني احساس لرئ، نو تنها د اوبو مسئله مهمه نه ده؛ زموږ ټوله خاوره، فضا او اوبو دغو امریکایانو یرغمل کړي دي.“

د روسیې او پاکستان په ګډون وخت ناوخت د افغان او امریکايي چارواکو له لوري پر ایران هم د طالبانو د ملاتړ تورنه لګول کېږي، چې هر ځل د یادو هېوادونو له لوري رد شوي دي.

روسیه او ایران وايي چې له طالبانو سره یې اړیکې یوازې د سولې خبرو ته د هغوی د راوستلو تر حده دي.

لوی ټکي: ایرانفراه
مخکینې مطلب

طالبان: د کابل اوسیدونکي دې له استخباراتي او پوځي مرکزونو ځان لرې وساتي

بل مطلب

پر سیلاب ځپلو لاریون کونکو، د ملي اردو ځواکونو ډزې کړې، ۵ تنه ټپیان دي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com