د بادغيس ولايتي شورا: د قادس په ۹۰ سلنه خاوره طالبان واکمن دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۱) د بادغيس ولايت ولايتي شورا وايي، چې د قادس ولسوالۍ يواځې مرکز له حکومت سره دی په پاتې ټوله ولسوالۍ طالبان واکمن دي.

د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ رسنيو ته ويلي، د قادس ولسوالۍ نوي سلنه خاوره د طالبانو تر حاکميت لاندې ده او يواځې لس فيصده خاوره باندې دولت واکمن دی چې هغه هم د امنيتي ځواکونو له واکه په وتو ده.

په وروستيو کې د بادغيس ولايت د ځينو ولسواليو ستر کلي او دولت پلوه سيمې طالبانو ونيولې او ډیری خلکو يې په خپله خوښه د طالبانو ملاتړ اعلان او له دولت سره پریکون وکړ.

د بادغيس له ولسواليو يوه يې قادس ده چې د لسګونو کليو خلک او سيمه ييز پوليس يې په ډله ييزه توګه طالبانو ته اوښتي دي.

تېره ورځ طالبانو په يوې خبرپاڼې کې ويلي و چې د قادس ولسوالۍ د جيبرنج سيمې خلکو چې د کورنيو شمير يې پنځه زره کسانو ته رسېده د (د جلب او جذب کميسيون) په مرسته له طالبانو ملاتړ اعلان او هغوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تر دې مخکې د قادس په ګډون د بادغيس په نورو ولسواليو کې چې کوم خلک طالبانو سره يوځای شوي ډیری يې پخواني قومندانان، سيمه ييز پوليس او قومي مشران دي چې خپلې سلګونه ميله وسلې او مهمات يې هم طالبانو ته سپارلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button