پر سیلاب ځپلو لاریون کونکو، د ملي اردو ځواکونو ډزې کړې، ۵ تنه ټپیان دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۳۱)
د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي چې د ملي اردو ځواکونو پر هغو لاریون کونکو ډزې کړې چې وروستیو سیلابونو ورته د سر او مال دروند زیان اړولی و، او له حکومت څخه یې د یوه لاریون په ترڅ کې د مرستې غوښتنه کوله.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور رسنیو ته ویلي؛ د ملي اردو ځواکونو کتار له سيمې تېرېده چې لاريون کوونکو يې مخه بنده کړې وه، او هغوى پرې ډزې کړې چې څو تنه مظاهره چیان ټپیان شوي دي.
لاریون کونکي وایي؛ د تخار ولایت دخواجه بهاءالدين، ينګي کلا او درقد ولسواليو لويې لارې له مرکز تالقانو سره تړل شوې، د سېلابونو له امله د خلکو کورونه وران شوي، فصلونه يې خراب شوي، موږ له دې امله لاريون کړى و، چې حکومت را سره مرسته وکړي.
لاریون وال وایي چې، د لاريون له پيله يو ساعت وروسته د ملي اردو ځواکونو پرې ډزې و کړې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه پنځه تنه ټپيان شوي دي.
لاریونوالو تر ډزو وروسته د مرکز تالقانو لویه لار تړلې او له چارواکو څخه د ملي اردو دغو ځواکونو ته د سزا غوښتنه کوي.
د تخار د والي ویاند وایي چې د یادې پیښې د څیړلو په موخه یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې لاریونوال د دولتي ځواکونو تر برید لاندې راځي، تر دې وړاندې ګڼې ورته پیښې تکرار شوې چې چارواکو یې په وار وار د پلټنو ژمنه کړې خو لا هم د کومې پلټنې پایلې نه اعلان شوې او نه هم ککړ کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
باید وویل شي چې؛ په هیواد کې وروستیو اورښتونو تر ۷۰ څخه د ډیرو کسانو ژوند اخیستی او خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.



