سرليکنه
د١٧ کلونو جګړې وروسته امريکا په دې ونه توانېدله چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو په موجوديت کې د افغان حکومت له لاسه وتلې سيمې بيا له طالبانو ونيسي، او نه یې له طالبانو سره په هېواد کې د امن او سولې په موخه کومه مثبته لاره غوره کړه.
په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي، ضمير کابلوف، امريکا ته ويلي: امریکا باید یا له طالبانو سره د سولې خبرو ته کښیني، یا دې بې پایلې جګړې ته ځان ټینګ کړي.
دا وينا په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي وروسته له هغه وکړه چې له واشنگټنه خپرېدونکو يو شمېر رسنيو له طالبانو سره د روسیې د ملاتړ په اړه تبصرې وليکلې او روسيه یې په افغانستان کې له طالبانو سره په مرسته په ناامنيو تورنه کړه.
په افغانستان کې د ناامنيو په اړه غربي رسنۍ په روسيه او ايران زيات تورونه لګوي، چې کابلوف د دې تورونو په ځواب کې پر امريکا غږ وکړ. ویې ويل: که امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې ونکړي، په افغانستان کې به جنګونه او وینې تویېدل کلونه کلونه روان وي.
اشرف غني نږدي درې مياشتې دمخه له طالبانو غوښتي وو چې د سولې لاره دې خپله کړي. خو امريکا بيا له طالبانو سره دوه مخې پاليسي شړي؛ له يوې خوا ترې په رسنيو کې د سولې تمه کوي او له بلې خوا وايي چې پر طالبانو فشار به هغوی سولې ته اړ کړي.
ضمير کابلوف امريکا ته په ډاګه ويلي که موجوده حالت په افغانستان کې روان وي يواځې امريکا نه، بلکې سيمې ته هم ستر ګواښ دی، چې د امريکا لخوا په يوه او بل نامه ناامني د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته خپرېږي.
روسيه په افغانستان کې له موجوده ناامنيو اندېښنه لري او په وار وار یې ويلې چې بايد په افغانستان کې نور جګړه مهار کړل شي.
په افغانستان کې د جګړې اصلې دوه لوري دي، يو امريکا او بل طالبان. افغان حکومت نه د جګړې توان لري او نه د خبرو يا مذاکراتو واک. ځکه خو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي.
پر طالبانو د امريکا لخوا فشار او افغان حکومت ته د خبرو لپاره له حاضرېدو اصلي موخه دا ده چې طالبان به د افغان حکومت سره د خبرو په پیلولو سره افغان حکومت په رسميت وپېژني. اما طالبانو تراوسه پورې په افغانستان کې موجوده حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او موجوده ادارې ته د يوې ډلې او د امريکا لخوا جوړ کړل شوی حکومت وايي، نه د افغان ولس نماینده حکومت.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله، الیس ویلز، خو وايي چې امريکا د افغان حکومت استازيتوب نه شي کولاى. اما همدا امريکا ده چې له ١٧ کلونو راهيسې یې په افغانستان کې د جګړې اور بل کړی دى، د خپلې خوښې حکومت یې پر افغان ولس ورتپلی دى، او پر چوکۍ کښېنولي یې بې د امريکا له امره له ډوډۍ يوه ګوله هم نه شي بېلولاى.
د روسیې له خوا که امريکا ته د کابلوف وينا مشوره وي هم پر ځای ده، او که ګواښ وي هم پر ځاى ده. ځکه افغان ولس له کلونو کلونو راهيسې د شرق او غرب په سياليو کې سوځي. جګړه او نړيواله سيالي د نورو ده، اور په افغانستان کې بل دى. د جګړې په دوام اهداف د نورو ترسره کېږي، وينې پکې د افغانانو تويېږي.
امريکا او روسيه په افغانستان، عراق، سوريه، ګرجستان، ايران، ترکيه، يمن او ځینو نورو هېوادونو کې پټې او ښکاره سيالۍ سره لري، خو په افغانستان کې یې سيالي ډاګيزه ده. امريکا په اويایمه لسيزه کې د افغانانو پر اوږه ټوپک کېښود، شوروي اتحاد یې په روسيه ور بدل کړ. اوس امريکا انديښنه لري چې روسيه د طالب پر اوږه ټوپک ږدي، متحده ايالات به په واشنګتن بدل کړي، ځکه وخت پر وخت امريکايي چارواکي روسيه له طالبانو سره په مرسته تورنوي.
امريکا په افغانستان کې د لکونو په شمېر بهرنيو پوځونو په موجوديت کې امن رانه ووست، اوس که په ١٦٠٠٠ نور پوځ هم ورزيات کړي، ناامني به ورځ په ورځ زياتېږي. په دې کې د امريکا ګټه ده چې يا دې له طالبانو سره د خپلو پوځونو په ویستلو لار وکړي او يا دې، د کابلوف په وينا، جګړې ته ځان ټینګ کړي. که امريکا په افغانستان کې بايللې جګړه ګټي، د جګړې ډګر ته دې امريکايان راميدان ته کړي، افغانان دې په افغانانو نه وژني.


















