له امریکا او ګواتیمالا وروسته پاراګوای هېواد هم قدس کې خپل سفارت پرانیست

له امریکا  او ګواتیمالا وروسته پاراګوای هېواد هم په یروشلم (قدس) کې خپل سفارت پرانیست.

د سفارت د افتتاح په مراسمو کې، چې نن دوشنبه (۲۱ می) ترسره شول، د پاراګوای ولسمشر هوراسیو کارتس او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګډون کړی و.

امریکا یوه اونۍ وړاندې خپل سفارت د قدس ښار ته نقل کړ، چې د نړۍ د مسلمانانو او نړیوالو له سخت غبرګون سره مخ شوه. له امریکا وروسته گواتېمالا دویم هېواد و چې خپل سفارت یې قدس ته انتقال کړ.

د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، د تېر ۲۰۱۷ز کال په دسمبر میاشت کې قدس ”د اسراییلو د پایتخت“ په توګه وپېژاند او امر یې وکړ چې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقال شي.  د روانې می میاشتې په ۱۴مه نېټه د امریکا سفارت عملا په قدس کې پرانیستل شو.

قدس ته د امریکا د سفارت انتقال په غزه کې د فلسطینیانو لاریونونه نور هم پسې پراخ کړل. لاریونونه د تیرې دوشنبې په ورځ اوج ته ورسېدل، او اسراییلي ځواکونو نږدې ۶۰ فلسطیني لاریونوال شهیدان کړل.

د لاریونوالو زیات تلفات د ډیپلوماټیک عکس العمل لامل شول، ترکیې د اسراییلو سفیر او کونسل جنرل له خپل هېواده وویستل او ځینو نورو اروپايي هېوادونو اسراییلي سفیران د پوښتنو ګروېږنو لپاره احضار کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button