سیګار:په تیرو څلورو میاشتو کې امریکایانو ولسي خلکو ته هیڅ تلفات نه دي اړولي

 

د امریکا د بیا رغونې د سرپلټونکي دفتر سیګار په خپاره کړي راپور کې د جګړې د ښکیلو غاړو له خوا ولسي خلکو ته د اوښتو تلفاتو شمیرې ابلاغ کړې چې د امریکايی پوځیانو په ټولییزه توګه او د داعش ډلې تر ډیره بریده ننګه په کې شوې ده
سیګار ویلي؛ د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ پورې ۷۶۳ ولسي افغانان وژل شوي او ۱۴۹۵ تنه ټپیان دي.

سیګار په خپل راپور کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې ۵۰ سلنه مسؤل طالبان بللي، ۱۸ سلنه یې افغان حکومت بللی او یواځې د ۱۱ سلنې مسؤل یې د داعش وسلواله ډله بللې.

همداراز په دې راپور کې ۴ سلنه پړه د نا مسؤلو وسلوالو پر اوګو هم اچول شوې او ویل شوي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي تلفاتو شمیره ۱۵ راټیټه شوې.

سیګار په خپاره کړي راپور کې پر امریکایي ځواکونو د یوې سلنې د تلفاتو پړه هم نه اچولې، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د دې ځواکونو د بمباریو کچه تر بل هر وخت زیاته شوې او تر ډیره ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله رسیدلې.
همداراز د داعشیانو له خوا په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د ډلییزو بریدونو په ترڅ کې د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې څخه هم تر ډیره دفاع شوې.
طالبانو که څه هم تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی، خو په تیر کې یې دا ډول راپورونه سانسور شوي او د استخباراتي کړیو له خوا د دوی د بدنامۍ په خاطر جوړ شوي پروپاګند بللي او رد کړي یې دي .

طالبانو تل ویلي؛ چې د ملکیانو د ژوند ژغورل یې لومړی هدف دی او په همدې موخه یې تیره ورځ د پلازمینې کابل له ټولو اوسیدونکو وغوښتل چې د بهرنیانو او افغان حکومت له پوځي او استخباراتي مرکزونو لرې اوسي ځکه دوی پرې د لویو بریدونو د کولو پلان لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button