کندهار: د ملي امنيت پر ځواکونو موټربم چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱) شاوخوا يو ساعت مخکې د کندهار ولايت د څوارلسمې امنيتي حوزې مربوط د کنډوالې سراس سره نږدې چاودنه وشوه چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، چاودنه د هغه تونس موټر په واسطه شوې چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي و او د ملي امنيت ځواکونو له لوري کشف شوی و.

د سرچینې په وينا، د ملي امنيت ځواکونه يې د خنثی کولو پر عملياتو بوخت و چې یاد موټربم پرې وچاودېده.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي پېښه تاييدوي وايي، په یاده چاودنه کې د ملي امنيت د سرتيرو په ګډون ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

ويل کېږي، په چاودنه کې د ملي امنيت سرتيرو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې په اړه کره معلومات نه دي ورکول شوي.

د کندهار ميرويس حوزوي روغتون چارواکي وايي، تر دې دمه د چاودنې له ځای څخه له شلو زيات ټپيان  او د درې کسانو جسدونه وروړل شوي دي.

د چاودنې مسئولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button