کورنيو چارو وزارت: حکمتيار له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په جلال اباد ښار کې د وروستيو پېښو پلانوونکی او د داعش ډلې قومندان يې د ننګرهار په نازيان ولسوالۍ د عملياتو پر مهال وژلی دی.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو د نازيانو ولسوالۍ په باندر سيمه کې عملیات کړي چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې د مهم قوماندان (حکمتيار) په ګډون د هغه څلور ساتونکي وژل شوي دي.

کورنيو چارو وزارت وايي، دغه وسله وال چې په عملیاتو کې وژل شوي د جلال اباد د وروستيو چاودنو او بريدونو پلانوونکي و چې لسګونه ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، قومندان حکمتيار په ننګرهار کې داعش ډلې ته د وسلو او چاوديدونکو توکو د برابرولو دنده هم په غاړه لرله.

په وروستيو کې په ننګرهار کې چاودنې او وسله وال بريدونه وشول چې د ځينو يې مسئوليت داعش ډلې په غاړه واخيست.

تر دې دمه داعش ډلې د قومندان حکمتيار د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د ننګرهار په داعشيانو کې د حکمتيار په نوم کوم قومندان شتون لري که نه خو د پوځي شنونکو په باور کله چې هم په ننګرهار کې پېښې شوي حکومت په درواغو سره د حکومت ضد مخالفو وسله والو د وژلو راپورونه خپاره کړي چې ګنې د ….پېښې سره تړاو لرونکی يې په عملياتو کې له منځه وړی دی خو په حقيقت يا هغه کس ته زيان نه وي اوښتی او يا هم عادي وسله وال کس وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button