اې مسلمان ځوانه !

سید صهیب حماد

ته وګوره چې مسلمه امت په څه حال کې ده ته وګوره په اسلامي هیوادونو کې هره ورځ د مسلمان وینه ناحقه تویږي ، ته وګوره یهودو بیرته د اقصی مسجد غصب کړ،هره ورځ مو مسلمانې خویندې بې عفته کیږي،له عزتونو سره یې لوبې کیږي، زرګونه ځوانان مو شهیدانیږي او یا هم بندیان کیږي!
آخـر نور ته څه وخت خپل مسؤلیت پیژنې!؟
ته نو څه وخت د غفلت له خوبه راویښیږې!؟
تا چې د مسلمه امت دغه ویرجن حالت نه راویښوي نو بیا د مرګ خوب درته ښه ده.
پاڅه همدا یې وخت ده خپله ایماني دنده سرته ورسوه،خپله ټولنه جوړه کړه،خپل کړه وړه په محمدي دین برابر کړه
نور د عبثیاتو څخه تیر شه.
ته د یوې ټولنې د ملا تیر یې که خدای مه کړه ته مات او غافله شوې ټولنه درسره تباه کیږي.
له تا څخه به الله ج د ځوانۍ پوښتنه هم کوي چې تا دې ځواني په څه شي کې تیره کړه!؟
ګــوره دا چې سبا خپلې ټولنې خپل وجدان ته او د محشر په ورځ خپل رب ته شرمنده او ذلیله نشې نو دا هر څه چې له تا څخه یې هیله کیږي پوره یې کړه، تر څو یوه با ثباته ټولنه رامنځته شي.
ځوان یعنې تاریخ جوړونکی!
ته تاريخ جوړونکی یې،د اسلام په تاریخ کې ته وګوره ټول ځوانان وو چې قربانی یې ورکړي ته وګوره خالد ابن لید، علی ابن ابي طالب، معاذ او معوذ، رضي الله عنهم ټول ځوانان وو ، طارق ابن زیاد سلطان صلاح دین ایوبي محمد ابن قاسم دا هغه ځوانان دي چې د تاریخ پاڼې یې له کارنامو ډکې دي.
فلهذا نن ستا وار دی باید د خپلو اسلافو په نقش قدم قدم کیږدې او مخ پر وړاندې خپل مسؤلیت اداء کړې
و من الله التوفيق
ـــــــــــــــــــــــــــ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button