(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۴)
د بدخشان سیمیز چارواکي وایی چې امریکایي الوتکو د دې ولایت په څو سوه مترۍ کې بمبارۍ کړې چې له امله یې ګڼ مالي زیانونه اوښتي.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وایي؛ تېره شپه امریکایي ځواکونو د بدخشان ولايت د مرکزفیض آباد او د خستک،جرم او کشم ولسوالیو اړوند مرکزي سيمو باندې بمونه غورځولي دي، خو ځاني تلفات نه لري.
نوموړی زیاتوي ؛ امریکایي ځواکونو تر بمبار وروسته له والي څخه بښنه غوښتې چې په تیروتنې سره یې دا بریدونه کړې .
چارواکي وایي؛ په مرکز فیض آباد کې برید د پولیسو او د والي د فتر ته څیرمه په ملکي ځایونو شوی چې مالي زیانونه یې اړولي.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي وایي، امریکایان له افغان چارواکو سره هیڅ هماهنګي نه لري او ټول عملیات یې خپلسرې بڼه لري چې ډیری وخت ترې ملکي اهداف په نښه کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم یادو ځواکونو د هلمند په موسا کلا ولسوالۍ کې هوایي او د کروز توغنديو بریدونه وکړل چې د دوی او افغان چارواکو په خبره د طالبانو یوه غونډه یې په نښه کړې.
خو طالبانو او سیمیزو سرچینو ویل چې بریدونو کې د حکومتي چارواکو او امریکایي قوماندانانو ادعا حقیقت نه لري، په بریدونو کې د ولسي خلکو دوه کورونه نړیدلي او چاته ځاني زیان نه دی او ښتی.


















