شمالي کوریا، چې رسمي نوم یې ”د کوریا د خلکو ډیموکراټیک جمهوریت“ دی، د کوریا ټاپووزمې په شمالي برخه کې پروت هېواد دی. د شمالي کوریا ټول نفوس نږدې ۲۵ میلیونه ته رسېږي، چې شاوخوا ۳ میلیونه یې د دې هېواد په پلازمېنه پیونګ یانګ کې استوګن دي.
د نولمسې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پیل کې، دا ټاپوزمه د کوریا د امپراتورۍ له لوري اداره کېده. په ۱۹۰۵ز کال کې جاپان اشغال کړه، او پنځه کاله وروسته په رسمي توګه د جاپان برخه شوه.
په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان له ماتې وروسته، د کوریا ټاپووزمې شمالي برخه شوروي اتحاد او جنوبي برخه یې امریکا ونیوله. په دې توګه، شمالي کوریا د شرقي بلاک د یوه متحد حکومت خاونده شوه او جنوبي کوریا د غرب پلوه حکومت په لاس کې ولوېده. هر لوري د کوریا د واکمنۍ دعوه کوله او بل لوری یې نه مانه.
واکمنان

له ۱۹۴۸ز کال راهیسې، شمالي کوریا د کیم کورنۍ له لوري اداره کېږي. لومړی مشر یې د اوسني مشر، کیم جونګ اون، نیکه، کیم ایل سونګ، و چې له ۱۹۴۸ز کال راهیسې بیا تر ۱۹۹۴ د دې هېواد مشر و. د شمالي کوریا خلک کیم ایل سونګ ته د هغه په ژوند او مرګ کې زیات احترام لري، او د خدای په سترګه ورته ګوري. نوموړی اوس هم د ”ستر رهبر“ او ”ابدي ولسمشر“ په نومونو مشهور دی.
په ۱۹۹۴ز کال کې د کیم ایل سونګ تر مړینې وروسته، د نوموړي زوی، کیم جونګ ایل، د شمالي کوریا مشر شو، او په ۲۰۱۱ز کې د مړینې تر وخت مشر پاتې شو.
تر کیم جونګ ایل وروسته، د نوموړي زوی، کیم جونګ اون، د شمالي کوریا واکمني په لاس کې واخیسته او تر دې دمه د هېواد مشر دی.
د دواړو کوریاګانو جګړه
په ۱۹۵۰ز کال کې، شمالي کوریا د کیم ایل سونګ په مشرۍ، او د شوروي په ملاتړ، پر جنوبي کوریا برید وکړ. د امریکا متحده ایالات د جنوبي کوریا په خوا کې ودرېدل، او وروسته چین هم د کمونستي شمالي کوریا په ملاتړ لاس پورې کړ.
په دې خونړۍ جګړه کې نږدې پنځه میلیونه (پنځوس لکه) عسکر او ملکي وګړي ووژل شول، او بالآخره، جګړه د اوربند په توافق پای ته ورسېده.
تر اوربند وروسته

د اوربند تړون، چې په ۱۹۵۳ز کال کې لاسلیک شو، دواړې کوریاګانې په شمالي او جنوبي ووېشلې، او د دواړو هېوادونو تر منځ یوه غیرنظامي سیمه، چې په حقیقت کې د نړۍ یوه تر ټولو نظامي سیمه وه، جوړه شوه.
د اوربند د تړون تر لاسلیک وروسته، جنوبي کوریا – د امریکا په اقتصادي او امنیتي مرستې سره – کرار کرار د پرمختګ پر لور ګامونه اخیستل پیل کړل، او د نړۍ د یوه شتمن، تعلیم یافته او په ټکنالوجۍ سمبال هېواد په توګه راڅرګند شو.
شمالي کوریا هم د شوروي اتحاد او چین په مرسته د پرمختګ پر لور روانه شوه، خو دا ښه وختونه ډېر ژر ختم شول. سېلابونو، وچکالیو، انزوا طلبه او دیکتاتورانه سیاستونو او د نړۍ له نورو هېوادونو څنګ ته کېدلو د شمالي کوریا اقتصاد ته ضربه ورسوله.
په همدې مهال، شوروي اتحاد د ځان په غمونو کې ډوب و او د شمالي کوریا مرسته یې نه شوه کولای. کله چې د ۱۹۹۰ز کلونو په پیل کې شوروي اتحاد نسکور شو، د شمالي کوریا اقتصاد نور هم پسې خراب شو.
شمالي کوریا او امریکا ولې سره وران دي؟

شمالي کوریا او امریکا له هغه وخت راهیسې د یو بل پر خلاف راروان دي کله چې امریکا د دواړو کوریاګانو په جګړه کې د جنوبي کوریا ملا وتړله. اوس مهال نږدې ۲۸۵۰۰ امریکايي پوځیان په جنوبي کوریا کې مېشت دي. جنوبي کوریا همداراز د امریکا شپږم تر ټولو نږدې او ستر سوداګر ملګری هېواد دی.
له همدې امله، شمالي کوریا د امریکا له متحده ایالتونو خوښه نه ده او د دښمن په سترګه ورته ګوري.
د شمالي کوریا حکومت خپلو خلکو ته امریکا د ”یوه شریر امپریالیست تېريګر“ په توګه ورپېژني. په همدې موخه، په دې هېواد کې داسې موزیمونه جوړ شوي دي چې په تېرو جګړو کې د امریکا جنایتونه پکې ښودل کېږي.
له شمالي کوریا سره د امریکا د تضاد ګڼ لاملونه شته، خو اصلي لامل یې دا دی چې شمالي کوریا د خپلو اټومي وسلو او بالیسټیک توغندیو له جوړولو او وده ورکولو لاس نه اخلي.
له کلونو راهیسې، شمالي کوریا هڅه کوي چې اټومي وسلې جوړه کړي او د توغندیو په وسیله خپل دښمنان پرې په نښه کړي.
د کارپوهانو په باور، دا هېواد غواړي چې له اټومي وسلو د خپلې دفاع لپاره د ډال کار واخلي، چې نور هېوادونه (لکه، د مثال په توګه امریکا) پر دې هېواد د برید او د کیم د رژیم راپرزولو جرأت ونکړي.

د کارپوهانو په نظر، شمالي کوریا غواړي خپله دفاع او ساتنه وکړي، او د اټومي وسلو درلودل هغه څه دي چې دې هدف ته پرې رسېدلای شي.
د دوی په خبره، د شمالي کوریا کیمانو (مشرانو) ولیدل چې د اټومي وسلو نه درلودونکو مشرانو ته څه ورپېښ شول. د عراق صدام حسین، چې د اټومي وسلو جوړولو اوازه یې ګډه کړې وه، د امریکا د یرغل په پایله کې له قدرته رانسکور او ووژل شو. د لیبیا له مشر، معمر قذافي، سره هم همداسې چلند وشو.
ویل کېږي، اوس مهال د شمالي کوریا اټومي پروګرام تر دې اندازې چټک شوی چې ”په شپږو یا اووو اوونیو“ کې د یو نوي بم چمتو کولو وړتیا لري. اوس د دې هېواد په لاس کې قاره ويشتونكي توغندي هم شته چې، د شمالي کوریا په خبره، د امریکا د هر ځای ویشتلو توان لري.
غیراټومي کېدل:
شمالي کوریا د روان کال په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د اټومي وسلو او توغندیو ازموینې بس کوي او غواړي د اقتصادي پرمختګ او سولې پر لور روانه شي.
شمالي کوریا ویلي، که چېرته دې هېواد ته امنیتي ګواښ موجود نه وي او د پیونګ یانګ رژیم خوندي وي، اټومي وسلو ته اړتیا نشته.
پیونګ یانګ د پنجشنبې په ورځ (۲۴ مې، ۲۰۱۸) د بهرنیو ژورنالیستانو په مخ کې د «پونګي-ري» په نوم د اټومي وسلو ازمویښتي مرکز په څو چاودنو سره له منځه یووړ. د اټومي وسلو د ازمویلو دا مرکز د دې هیواد مهم اټومي سایټ بلل کېده، چې شمالي کوریا یې له امریکا او جنوبي سیال سره د تخریب ژمنه کړې وه .

د اټومي سايټ له ویجاړولو څو ساعته وروسته، د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون ته د یوه لیک له لارې وویل چې د راتلونکې جون میاشتې پر ۱۲مه نېټه په سنګاپور کې د دواړو مشرانو پلان شوې غونډه، د شمالي کوریا ”د سخت عصبانیت“ او ”ښکاره دښمنۍ“ له امله، لغوه شوه.
ټاکل شوې وه چې د جون میاشتې پر ۱۲مه نېټه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ د کوریا ټاپووزمې ته د امنیت او ثبات راوستلو لپاره په سنګاپور کې غونډه وکړي. خو د لوړپوړو امریکايي چارواکو د ”احمقانه څرګندونو“ له امله د شمالي کوریا تریخ ځواب سپینه ماڼۍ د غونډې لغوه کولو ته مجبوره کړه.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور، جان بولټن، او د ټرمپ مرستیال، مایک پنس، پخپلو وروستیو خبرو کې ویلي و، د شمالي کوریا د اټومي فعالیت په درولو کې به له هغه تجربو کار واخلي چې پر لیبیا هېواد یې ترسره کړې وې. شمالي کوریا د دوی څرګندونې ”احمقانه“ وبللې او په سنګاپور کې د ترسره کېدونکې غونډې د لغوه کولو ګواښ یې وکړ.
وروسته له هغه چې ټرمپ کیم جونګ اون ته په لیک کې د سنګاپور غونډې د لغوه کېدو خبره وکړه، شمالي کوریا نن (جمعه، ۲۵ مې) یې په غبرګون کې ویلي چې د غونډې پر لغوه کېدو افسوس کوي او په راتلونکې کې د داسې غونډې جوړېدو هیله لري.


















