دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

نور په امريکايانو خپل خادمين غميږي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 25, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
452
ځلې شریک شوی
114
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

په دې کې شک نشته چې د امريکايانو دوستي او يارانه د يو هدف پا په عامه اصطلاح د مطلب لپاره ده، کله چې يې هدف ترلاسه کړ؛ نو خپل ټول ياران د متاع په څير غورځوي او نور يې د انډيوالانو په کتار کې نه حسابي.

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نن مې يو خبر تر سترګو شو چې وايي: د امريکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو سناتورانو له کانګريس غوښتي چې د افغان ترجمانانو لپاره د امريکا د ويزا شرايط سخت کړي.

د رند پاول په نوم يو تن سناتور ويلي چې تر اوسه پورې مو ۶۰ زره ترجمانان قبول کړي، دوی که په انګريزي غږيدلی شي او د ترجمانانو په حيث زمونږ ملګرتيا کوي؛ نو افغانستان کې دې پاتې شي او هلته دې غربي فکر او جذابيت انتقال کړي.

د اوباما د حکومت په وروستيو کې چې امريکايي چارواکو افغان ترجمانانو ته ډيره اړتيا نه ليدله، دوی ته يې د ويزا په ورکړه بنديز ولګاوه، د ټرمپ د دورې په پيل سره چې نوې ستراتيژي اعلان شوه او د اضافي عسکرو راليږلو تکل څرګند شو؛ نو د امريکا حکومت يو ځل بيا افغان ترجمانانو ته د هيلې ورکولو په موخه زرګونه ويزاوې اعلان کړې، خو اوس چې هم د ټرمپ ستراتيژي له ناکامۍ سره مخ شوه او د ناټو غړو هيوادونو هم د عسکرو له راليږلو انکار وکړ، دا دی يو ځل بيا يې د ترجمانۍ په برخه کې خپل افغان همکاران او ملګري له ضرورته زيات وليدل او د ويزې د شرايطو په سختولو سره يې له ځانه د شړلو او لرې کولو اراده وکړه.

د امريکا په اړه مشهوره ده چې خلک د ځينو موخو ترلاسه کولو لپاره استعمالوي، کله چې پرې اړتيا پوره کړي او نور ورته اړتيا نه لري؛ نو د خپلې استخباراتي ادارې له لارې يې ژوند ته د پای ټکی کيږدي، دا ځکه چې دوی ويريږي دغه سړی به يې رازونه او واقعي څيره افشا کړي.

موږ له ډيرو بندي وروڼو اوريدلي چې په امريکايي زندانونو کې ورسره ترجمانان، نظامي خلک، ځيني چارواکي او آن خبريالان هم ول. دا د امريکا د پاسنۍ پاليسي برخه ده چې په خپلو له ضرورته زياتو انډيوالانو باندې يې تطبيقوي.

زمونږ ډيرو هيوادوالو يا د چوکۍ او يا هم د ډالرو ترلاسه کولو په خاطر له امريکايانو سره په هره برخه کې خورا د زړه له تله کار وکړ، دې موخې ته د رسيدو په پار يې سر او مال دواړه د امريکايانو خدمت ته وقف کړي وو، خو وروسته وليدل شول چې يا يې ووژل او له وژنې يې تبليغاتي ګټه پورته کړه، يا يې د زندان د تورو تمبو شاته واچول او يا يې ورته د افغان ولس دښمني کافي وګڼله او بيا يې له يارانې لاس په سر شول.

فعلا هم ځينې غوليدلي هيوادوال شته چې د خپلو هم مسلکه شناخته خيلو د انجام او د امريکايانو د مطلبي يارانې له ليدلو سره سره د غربيانو په چوپړ کې لګيا دي. دوی بايد د خپلو هغو ملګرو له برخليک عبرت واخلي چې په افغانستان د يرغل په لومړيو کې يې د امريکايانو ملګرتيا کړې او وروسته له داسې پايلې سره مخ شوي چې اوس ترې د تيښتې او خلاصون لار نشي موندلی.

موږ ډيری ترجمانان وليدل چې خپل مشکلات او ستونزې يې په دې خاطر رسنيزې کړې چې ګوندې امريکايي ملګري به يې پرې ورحميږي، خو له بده که له نيکه مرغه امريکايان د ترحم، شفقت او ملګرتيا په نوم څه نه پېژني؛ ځکه خو يې دغو افغان يارانو هم څه ترلاسه نه کړای شول.

اوس چې د امريکا ګردې ستراتيژۍ او مجرب جنرالان د جګړې په ډګر کې پاتې او ناکام وختل، ډير امکان شته چې په نژدې راتلونکې کې د خپلو ترجمانانو او خبريالانو ملګرو په څير لوړ منصبه چارواکې هم نظر انداز او له يارانې يې منکر شي او دوی د افغان ولس رحم و کرم ته پرېږدي.

مخکینې مطلب

بدخشان: امریکایانو د ولایت او دریو ولسوالیو شاوخوا سیمې بمبار کړې

بل مطلب

د بایللې جګړې درواغجن ډنډورَچیان

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com