(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۵) د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په امنیتي پوستې طالبانو بريدونه کړي چې له کبله يې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمير يې طالبانو ژوندي نيولي دي.
تېره ورځ د چورې ولسوال امین الله خالقي د ولسوالۍ د کلابندۍ او د ملي اردو د درې پوستو د سقوط خبر ورکړی و.
خو تازه ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو نور پرمختګ هم کړی او له دولتي ځواکونو يې ځينې پوستې نيولي دي او هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بريد تاييدوي زياتوي د طالبانو په بيګانيو بريدونو کې لس پوستې نيول شوي چې پکې دېرش کمانډو عسکر وژل شوي او لس تنه طالبانو ژوندي نيولي دي.
ويل کېږي، په وروستيو کې د چورې ولسوالۍ په يادو امنيتي پوستو کې کمانډو ځواکونه ځای پرځای شوي و.
ښاغلي احمدي ويلي، د پوستو په نيولو سره طالبانو په زياته اندازه سپکه او درنه وسله او ګڼ شمير مهمات هم نيولي دي.
په عين حال کې د روزګان څخه امنيتي سرچينې وايي، چې طالبانو د دغه ولايت په هوايي ډګر د لوی هاوان مرمۍ وار کړي چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


















